د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښي ۲۳۹ ته ورسېدې


کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص دوهم مرکز
کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص دوهم مرکز

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳۹ ته ورسېدې.

د هرات د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم تمنا وویل چې د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۷ پېښو نمونې په دې ولایت کې وازمویل شوې چې ۴۱یې مثبتې تشخیص شوې.

د ډاکتر تمنا په خبره په نویو پېښو کې هېڅ ناروغ ایران ته د سفر سابقه نه‌لري.

بل‌خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کرونا ویروس دوه مثبتې پېښې په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې چې له دې سره په افغانستان کې د کرونا یا (کوویډ-۱۹) ناروغانو شمېر ۲۳۹ تنو ته ورسېد.

د عامي روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه کرونا ویروس د ۱۰ تنو ناروغانو درملنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG