د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

پاکستان ته تللي یو شمېر افغان مسافر له سخت حالت سره مخ دي


ارشیف، د تورخم دروازه کې یو شمېر افغان مسافر.
ارشیف، د تورخم دروازه کې یو شمېر افغان مسافر.

پاکستان ته تللي یو شمېر افغان مسافر چې اوس د لارو بندېدو له کبله له ډېورند کرښې پورې غاړې بند پاتې دي وايي، له سخت حالت سره مخ دي.

دوی وايي، ورسره شته پیسې او نور امکانات پای ته رسېدلي، ناروغان‌یې په سړکونو او جوماتونو کې پراته دي او په روغتونونو کې د بیاځلي داخلې اجازه هم نه‌لري.

دغه افغان مسافرین وايي، پاکستان ته د درملنې او همدا ډول د خپلو ستونزو د حل لپاره تللي، خو اوس‌یې ناروغان د دې پر ځای چې ښه شي، له خراب روغتیايي وضعیت سره مخ دي.

دوی وايي، په پاکستان کې هم هوټلونه او هم د مسافرو لپاره جوړ شوي سرایونه بند دي.

يو افغان کډوال پاکستاني رسنیو ته ویلي: "له موږ سره پیسې ختمې دي، دا ۱۵ ورځې چې نور لاره بنده شوه، موږ سره د سبا پیسې نه‌شته، خو دا ۱۵ ورځې نورې څنګه تېرې کړو. دا زموږ ناروغان سرطان دي، وینې ته اړتیا لري، که وینه ورته تېره نه‌شي، مړه کېږي. هره ورځ پنځه شپږ تنه مړه کېږي."

تورخم بندر
تورخم بندر

بل تن ويلي: "ما ته په خپل او د خپلو ملګرو په حال ژړا راځي، دواړو لورو ته مسافر بند پاتې دي، له دواړو حکومتونو غواړو چې د لوی الله په خاطر دا لارې پرانیزي چې موږ خپلو کورونو ته ستانه شوو."

دغه افغان مسافرین غواړي چې د یوې ورځې لپاره اجازه ورکړل شي، څو خپل هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د مارچ له ۱۶مې نېټې را پدېخوا له افغانستان سره خپلې لارې تړلې دي.

په دې لارو کې د تورخم او چمن دروازې هم شاملې دي چې په ورځني ډول پرې د ناروغانو په ګډون سلګونه تنه مسافر تګ راتګ کوي.

خو په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۲» ازادي راډیو ته وویل، له پاکستاني چارواکو سره‌یې د دې ستونزې د حل لار پیدا کړې.

هغه زیاته کړه: "په پرنسیپ کې پر دې سلا شوي یوو چې لار به د یو لنډ وخت لپاره پرانیستل شي، هغه هم یو طرفه. له یو طرفه هدف دا دی چې یوازې به د پاکستان له‌خوا افغانان خپل هېواد ته داخلېږي. له افغانستان څخه تلونکو کسانو ته اجازه نه‌ورکول کېږي."

ښاغلی مشعل وايي، پرون‌یې خېبر پښتونخوا ته په خپل سفر کې له افغان مسافرو سره لیدلي او ډاډ یې ورکړی چې ژر به خپلو کورونو ته ستانه شي.

عاطف مشعل
عاطف مشعل

په پاکستان کې افغان سفیر دا هم وايي چې له پاکستاني چارواکو سره‌یې د سوداګرو او همدا ډول د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد په اړه هم خبرې کړي چې ژر به‌یې پایله معلومه شي.

له ډیورند پورې غاړې د لار بندیز له کبله پاتې شوي افغانان داسې مهال د ستونزو په اړه غږ پورته کوي چې پاکستان بیا دوه ورځې وړاندې د ۱۴ نورو ورځو لپاره هم د تورخم دروازې د تړل کېدو پرېکړه کړې.

پاکستان له افغانستان سربېره په بلوچستان کې له ایران سره هم خپله پوله تړلې او وايي، پاکستان ته د هغو کسانو له لارې د کرونا ویروس انتقال شوی چې له ایران څخه دې هېواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG