د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

افغان چارواکي: هره ورځ له ایرانه نږدې ۱۰ زره افغان کډوال راستنېږي


د افغانستان او ایران ترمینځ د اسلام قلعه بندر
د افغانستان او ایران ترمینځ د اسلام قلعه بندر

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له ایران څخه هېواد ته د ۱۸۰ زرو افغان کډوالو د بېرته راستنېدو خبر ورکوي.

په داسې حال کې چې له ایران څخه د کډوالو په منځ کې د کرونا ویروس د ناروغانو د راتلو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، تراوسه له ایران څخه هېواد ته ۱۸۰ زره افغان کډوال بېرته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالباسط انصاري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د کډوالو د راستنېدو بهېر روان دی او هره ورځ نږدې ۱۰ زره افغان کډوال له ایران څخه بېرته راستنېږي.

هغه زیاته کړه: "اوس مهال هره ورځ نږدې لس زره بېرته راستنېدونکي لرو، چې په مجموعي ډول له ایران څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو شمېر ۱۸۰ زرو تنو ته رسېږي، دا لړۍ روانه ده او صحي کارکونکي هم خپل کار کوي او د کډوالو له کتنې وروسته ورته د تلو اجازه ورکوي."

د افغانستان د روغتیا وزارت له ایران څخه هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدل د کرونا ویروس د خپراوي له پلوه د اندېښنې وړ بولي.

په اسلام قلعه بندر کې له ایران څخه راستانه شوي کډوال معاینه کېږي.
په اسلام قلعه بندر کې له ایران څخه راستانه شوي کډوال معاینه کېږي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ډېره برخه له ایران څخه راستانه شوي او یا دې هېواد ته د سفر مخینه لري.

تر دې وړاندې بیا داسې اندېښنې هم مطرح شوي چې له ایران څخه راتلونکي کډوال په سمه توګه نه معاینه کېږي او همدا وجه ده چې په افغانستان کې کرونا ویروس پېښې مخ په زیاتېدو دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا اندېښنې ردوي.

د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دوی له ایران سره په سرحد کې د روغتیایي ټیمونو شمېر زیات شوی او همدارنګه د تبې د معلومولو ماشین هم فعال شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار

هغه زیاته کړه: "په ټولو بنادرو کې روغتیایي ټیمونه شته دي، دا مهال په پل ابریشم، اسلام قلعه او خپله هرات کې روغتیایی ټیمونه شته، د ټیمونو شمېر زیات شوی، په هرات کې د تبې معلومولو ماشین هم نښلول شوی دی، کمپاینونه هم پیل شوي ترڅو له دې ویروس څخه مخنیوی شي."

نوموړي وویل، له روغتیایی جدې معایناتو سره سره بیا هم په هېواد کې د کرونا ویروس مخ په پراخېدو دی او اړتیا ده چې د دي ویروس د مخنیوي او مشکوکو کسانو په لېدو سره خلک له عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي.

له بلې خوا د افغانستان د کډوالو او بېرته رستېدونکو چارو وزارت وایي، له ایران څخه بېرته راستېدونکو کډوالو سره اړینې مرستې شوي او حکومت هڅه کوي چې دوی ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

د یادونې ده چې له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر په هغه هېواد کې د کرونا ویروس د ناورغۍ له پراخېدو وروسته چټک شوی دی.

XS
SM
MD
LG