د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

خالد موحد: تېر کال د نشه‌يي موادو تر زرو ډېر قاچاق کوونکي نيول شوي


ارشیف، یو شمېر قاچاق کوونکي چې په جوزجان کې د قاچاق په تور نیول شوي دي.
ارشیف، یو شمېر قاچاق کوونکي چې په جوزجان کې د قاچاق په تور نیول شوي دي.

په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د نشه‌يي موادو تر زرو ډېر قاچاق کوونکي نيول شوي او مجازات شوي دي.

که څه هم افغان حکومت او د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې نړیوالې ادارې ونه‌شوی کولای چې تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې د نشه‌يي موادو د کښت، تولید او قاچاقو په اړه خپل ګډ کلنی راپور خپور کړي، خو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز راپور ښيي چې سږ کال د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل: "په تېر لمریز کال کې د نشه‌يي موادو ډېر قاچاق کوونکي نيول شوي او د دې ترڅنګ زرګونه ټنه نشه‌يي مواد هم نيول شوي دي."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد
له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد

ښاغلی موحد پر دې خبرې له ټینګار سره چې تېر کال کې د تاریاکو او چرسو د قاچاقو ترڅنګ افغانستان ته د کېمیاوي نشه‌يي موادو قاچاق هم ډېر شوی دی، وايي: "په ۱۳۹۸ کال کې د ۱۳۹۷ کال په پرتله د نشه‌يي موادو د قاچاق پېښې ډېرې وې. په ۱۳۹۷ کال کې مو ۷۱۰ قضيې د ۱۱۵۳ تورنو کسانو سره درلودې، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۸ کال کې مو د قضیو شمېر ۱۰۰۲ او د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ۱۳۶۴ کسان نیول شوي ول. په دې نیول شویو کسانو کې ۱۰۹یې دولتي کارکوونکي او ۲۶یې ښځې او نور يې بهرنیان دي."

نیول شوي کسان له ۲۰ زرو افغانیو نقدي جریمې څخه نیولې بیا تر ۳۰ کالو پورې بند محکوم شوي دي.

د عدلي او قضايي مرکز د راپور پر اساس له محکوم شویو کسانو سره څه د پاسه ۲۰ ټنه هیروئین، تاریاک، مورفین، چرس، ښیښه، تېزاب، بنګ او شراب هم نیول شوي دي.

د مشرانو جرګې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېسیون غړی هاشم الکوزی وايي، ترڅو چې د دولت لوړپوړي چارواکي او هغه ستر قاچاق کوونکي چې له نړیوالې مافیا سره اړېکې لري، ونه‌نیول شي، د وړو قاچاق کوونکو نیول د نشه‌يي موادو ستونزه نه‌شي هوارولای.

د مشرانو جرګې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېسیون غړی هاشم الکوزی
د مشرانو جرګې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېسیون غړی هاشم الکوزی

ښاغلی الکوزی زیاتوي: "د دولت په لوړپوړو چارواکو کې داسې کسان شته چې د نشه‌يي موادو له مافیا سره اړیکې لري او د نشه‌يي موادو له قاچاقو څخه ترلاسه شوي عواید نورو هېوادونو ته انقالوي. دا خلک همدا اوس په دولتي ادارو کې کار کوي، بايد دوی هم ونیول شي او قانون ته وسپارل شي."

دا دوهم پرله‌پسې کال دی چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو پېښې ډېرېږي او په ۱۳۹۸ کال کې نیول شویو کسانو کې ۲۲۷ یې داسې قاچاق کوونکي دي چې غوښتل‌یې نشه‌يي مواد د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې بهر ته قاچاق کړي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00
مستقیم لېنک

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG