د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶
په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ټپي شوې نجلۍ.
په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ټپي شوې نجلۍ.

کابل ښار کې پر یوه درمسال حمله؛ ۲۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په شوربازار سیمه کې پر یوه درمسال د یوه حمله کوونکي په حمله کې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کسان دي.

په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۸ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په شوربازار سیمه کې پر یوه درمسال د یوه حمله کوونکي په حمله کې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کسان دي.

دغه وزارت زیاتوي چې له دغې حملې د ماشومانو، ښځو او نارینه‌وو په شمول ۸۰ تنه ژغورل شوي دي.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

دا خبر (سایټ انټلجنس ګروپ) چې د وسله‌والو انټرنټي فعالیتونه څاري، خپور کړی دی.

مخکې له دې ​د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازي، نرېندر سنګهـ خالصه ازادي راډیو ته ویلي چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون، نږدې ۱۵۰ تنه د حملې په ځای کې راګېر دي ځکه ډېر خلک د سهارني عبادت لپاره ورغلي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې دغه ځانمرګی برید کوونکی نن سهار ۰۷:۴۵ دقیقې د کابل ښار د لومړۍ حوزې د شور بازار په کوڅه کې یوه درمسال ته ننوتی و.

۱۳:۵۶ ۶.۱.۱۳۹۹

تازه: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې پر یوه درمسال حمله پای ته ورسېده او نور جزئیات به وروسته وړاندې شي.

۱۴:۱۵ ۶.۱.۱۳۹۹

د داعش وسله‌والې ډلې په کابل کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای د نننۍ حملې مسؤلیت واخیست.

دا خبر (سایټ انټلجنس ګروپ) چې د وسله‌والو انټرنټي فعالیتونه څاري، خپور کړی دی.

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند تر دې وړاندې ویلي و چې حمله دوی نه‌ده کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې حمله پای ته ورسېده.

په حمله کې تر اوسه د ۴ وګړو د وژل کېدو خبر تأیید شوی دی.

د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازي، نرېندر سنګهـ خالصه ازادي راډیو ته ویلي چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون، نږدې ۱۵۰ تنه د حملې په ځای کې راګېر دي ځکه ډېر خلک د سهارني عبادت لپاره ورغلي وو.

۱۴:۵۶ ۶.۱.۱۳۹۹

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په شوربازار کې د سېکهانو پر عبادت‌ځای وسله‌واله حمله پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې څو شېبې مخکې خپره شوه، ویل شوي چې په حمله کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ تنه زخمیان شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، حمله کونکی هم وزل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پولیس وتوانېدل چې ۸۰ تنه د پېښې له ځایه وژغوري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا یوه ترورېستي پېښه بللې او غندلې یې ده.

په کابل کې د حملې مسؤلیت د داعش وسله‌والې ډلې اخیستی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یو بیان خپور کړی او په کابل کې نننۍ حمله‌یې په شدت غندلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې لیکل شوي چې دوی هر ډول ترورېزم غندي او د ملکي خلکو عبادت‌ځایونه باید په هر حالت کې خوندي پاتې شي.

۱۷:۰۰ ۶.۱.۱۳۹۹

په کابل ښار کې د سېکهانو پر یوه درمسال حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا حمله د یوه حمله کوونکي له‌خوا شوې چې دا کس هم د امنیتي ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۶» له حملې وروسته رسنیو ته وویل چې د افغانانو دښمنانو تل پر عبادت‌ځایونو حملې کړي.

ښاغلی ارین زیاتوي: "ځانګړو ځواکونو څه باندې ۸۰ تنه چې بند پاتې وو وژغورل. دا ترهګریزه حمله وه چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو له‌خوا ترسره شوه. دا څووم ځل دی چې د اسلام او د افغانانو دښمنان مقدس ځایونه او عبادت‌ګاوې هدف ګرځوي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

دا حمله د چهارشنبې په سهار ۰۷:۴۵ دقیقې کله چې لسګونه سېکهـ افغانان په درمسال کې په عبادت بوخت وو، وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کابل په زاړه ښار کې د سېکهانو پر درمسال دې حملې د عبادت‌ځایونو د امنیت په اړه اندېښنې هم راپارولې دي.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار هم وایي چې دا پېښه باید په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

انارکلي هنریار
انارکلي هنریار

اغلې هنریار زیاتوي: "دا حمله چې د هر چا له‌خوا ترسره شوې وي هغه د افغانستان د خلکو دښمن دی. پر ملکي وګړو او عبادت‌ځایونو حمله کول جنګي جنایت ګڼل کېږي. زموږ غوښتنه له امنیتی او کشفي ارګانونو څخه دا ده چې په دې هکله څېړنه وکړي ترڅو معلومه شي چې دا څوک په دې حمله کې لاس لري."

فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

داعش تر دې وړاندې هم د ولسمشر د تحلیف پر مراسمو او د عبدالعلي مزاري د تلین په مناسبت د غونډې په ګډون د څو حملو مسؤلیت منلی دی.

په کابل کې پر درمسال حمله کې ټپي شوی کس.
په کابل کې پر درمسال حمله کې ټپي شوی کس.

د ۲۰۱۸ میلادی کال د جولای په میاشت هم په جلال‌اباد ښار کې په یوه انتحاري حمله کې د سېکهانو او هندوانو د یوه استازي په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول چې د هغې حملې مسؤلیت هم داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی وو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا او په کابل کې د امریکا سفارت دا حمله سخته غندلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG