د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱
په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ټپي شوې نجلۍ.
په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ټپي شوې نجلۍ.

کابل ښار کې پر یوه درمسال حمله؛ ۲۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په شوربازار سیمه کې پر یوه درمسال د یوه حمله کوونکي په حمله کې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کسان دي.

په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۸ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په شوربازار سیمه کې پر یوه درمسال د یوه حمله کوونکي په حمله کې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کسان دي.

دغه وزارت زیاتوي چې له دغې حملې د ماشومانو، ښځو او نارینه‌وو په شمول ۸۰ تنه ژغورل شوي دي.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

دا خبر (سایټ انټلجنس ګروپ) چې د وسله‌والو انټرنټي فعالیتونه څاري، خپور کړی دی.

مخکې له دې ​د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازي، نرېندر سنګهـ خالصه ازادي راډیو ته ویلي چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون، نږدې ۱۵۰ تنه د حملې په ځای کې راګېر دي ځکه ډېر خلک د سهارني عبادت لپاره ورغلي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې دغه ځانمرګی برید کوونکی نن سهار ۰۷:۴۵ دقیقې د کابل ښار د لومړۍ حوزې د شور بازار په کوڅه کې یوه درمسال ته ننوتی و.

۲۰:۰۸ ۶.۱.۱۳۹۹

کابل کې د سېکهانو پر ګوردواره یا عبادت‌ځای حمله د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو له‌خوا وغندل شوه.

د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي د چهارشنبې په ورځ په یوه وېډیویي پیغام کې په کابل کې د سېکهانو پر ګوردواره حمله ترورېستي وبلله او ویې‌غندله.

بل‌خوا د هند د بهرنیو چارو وزارت دا یوه بزدلانه حمله بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د وژل شویو د کورنیو له غړو سره خواخوږي ښيي او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي.

وزارت په افغانستان کې د سېکهانو او هندوانو زیانمنو شویو کورنیو سره هر ډول ممکنه همکارۍ ته تیار دی.

په کابل کې د امریکا سفارت هم د حملې د غندنې ترڅنګ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې ده.

سفارت په خپله رسمي ټویټر پاڼه کې لیکلي: "موږ هغه تعصبګر او جنایت‌کاران چې د بې‌ګناه انسانانو د زیانمنولو لپاره دغه عبادت‌ځای په نښه کړ، غندو."

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما هم پر سېکهـ عبادت کوونکو حمله غندلې ده.

یوناما په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، په یوه عبادت‌ځای کې د ملکیانو وژنه د توجیه وړ نه‌ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم په ټویټر کې په کابل کې شوې حمله زړه بوږنوونکې ترورېستي حمله بللې.

دغې ادارې لیکلي چې اروپايي ټولنه د قربانیانو د کورنیو ترڅنګ ده او د ټپیانو د عاجلې شفا غوښتنه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د برخې دفتر په ټویټر کې لیکلي، د دغې زړه بوږنوونکې حملې له کبله دوی ټکان خوړلی.

د دې ادارې په خبره په افغانستان کې د اقلیتونو او د هغوی د عبادت‌ځایونو ساتنه د چارواکو مسؤلیت دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي دا ډول کرک‌پاروونکې حملې له سیاسي، مذهبي یا اخلاقي اړخه نه‌شي توجیه کېدای او باید کاملاً وغندل شي.

د روېټرز خبري اژانس په حواله په افغانستان کې د سېکهانو شمېر تر ۳۰۰ کورنیو لږ دی، حال دا چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې په افغانستان کې د خورو ورو سېکهانو شمېر نږدې ۵۰۰ زرو ته رسېده.

د هندوانو او سېکهانو ډېری غړي چې له لسیزو راهیسې په افغانستان کې اوسېدلي، د کورنۍ جګړې پر مهال او د طالبانو له ډاره له افغانستانه ووتل.

دوی په هغو مذهبي اقلیتونو کې راځي چې په هندوستان کې د اساسي قانون د نویو تعدیلاتو له مخې د تابعیت پر شرایطو برابر دي.

دغه تعدیلات د صدراعظم نرېندرا مودي د ملت‌پال ګوند بهارتیا جاناتا له‌خوا پېشنهاد شوي وو.

XS
SM
MD
LG