د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

خامنه يي: ایران د کرونا ویروس له امله د پام وړ قرباني ورکوي


د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه یي
د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه یي

د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه یي وایي، هېواد یې د کرونا وژونکي ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره بې ساري قرباني ورکوي.​

د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه یي وایي، هېوادوالو یي د وژونکي کرونا ویروس د ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې دومره قرباني ورکړې چې بېلګه یې نده لیدل شوې.

دغه ویروس تراوسه په دې هېواد کې لږترلږه ۱۲۸۴ کسان مړه کړي دي.​

خامنه یې نن د نوي ۱۳۹۹کال د نوروز په مناسبت ټلویزیوني وینا کې دغه راز وویل چې د کرونا ویروس د خپرې شوې ناروغۍ له امله دغه قرباني بهرنیانو هم ستایلې ده.​

خامنه یې زیاته کړه چې دغه قربانۍ د دوی روغتیایي ټیمونو، ډاکټرانو، نرسانو، مرستیال نرسانو، مدیرانو او په روغتونو کې نورو کارکونکو ورکړې ده.​

د ایران سترمشر وویل، ایرانیان په تېر یوه کال کې له ډيرو کړاوونو، له سیلابونو او زلزلو نیولې، تربندیزونو پورې مخامخ وو او بلاخره هم دا کال د کرونا ویروس له بحران سره پای ته ورسېد.​

خامنه یي پر ټولو ایرانیانو غږ وکړ چې ستونزمن کال تر شا پرېږدي او د نوي کال لپاره یووالي وښيي.​

د راپورونو له مخې په ایران کې پر کرونا ویروس د کسانو د اخته کېدو او هم یې له امله د مړه کېدو شمېر په زیاتېدو دی.​

د تهران په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته مېرمن تر درملنې لاندې ده.
د تهران په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته مېرمن تر درملنې لاندې ده.

دغه ویروس چې تر اوسه یې له امله په نړۍ کې له لس زرو زیات کسان مړه شوي، په ایران کې د نوروز د جشنونو لمانځل هم ډېر پیکه کړي دي.​

ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې د رخصتۍ په ورځ په کورونو کې پاتې شي.

معمولًا د نوروز په ورځ په سلګونو زره ایرانیان د خپلو خپلوانو او دوستانو د لیدو لپاره له یوه ځایه بل ځای ته سفرکوي.​

د ایران حکومت د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې ټول ښوونځي بند کړي، په سپورټي لوبو او فرهنګي فعالیتونو یې بندیز لګوي او مذهبي فعالیتونه یي هم محدود کړي دي.​

په دې هېواد کې تر اوسه ۱۸ زره او ۴۰۷ کسان د کرونا پر ویروس اخته شوي چې له چین او ايټالیا وروسته دا لوړه شمېره ده.​

د ایران ولسمشرحسن روحاني هم د نوروز په مناسبت وینا کې له ډاکترانو او نرسانو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي د هڅو په خاطر مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې هېواد به یې پر دغه بحران برلاسي شي.​

روحاني وویل، ایران له ستونزو سره سره توانېدلی چې خپلو هدفونو ته ورسېږي او هېواد به یې د یووالي په مټ د کرونا ویروس له شره هم ځان خلاص کړي. ​

د کرونا ویروس چې په تېره ډېسېمبر میاشت کې د چین په وهان ښارکې پیدا شوی، تر اوسه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۴۶ زره کسان پرې اخته شوي او له لس زرو زیات کسان یې هم له امله مړه شوي دي.

تراوسه له اتیازرو زیات کسان هم روغ شوي دي.​

XS
SM
MD
LG