د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

ارګ: د لویو غونډو، ودونو تالارونو، حمامونو او د لامبو حوضونو پر فعالیت بندیز دی


ارګ
ارګ

د ولسمشر د عامه اړیکو او ستراتېژیکو چارو ستر سلاکار وحید عمر وايي، له ټول عمومي راټولېدنو باید مخنیوي وشي.

له هغې وروسته چې په هېواد کې پنځه نورې تازه د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې د افغان ولسمشر ستر سلاکار وايي، د ټولو عمومي راټولېدنو څخه باید مخنیوی وشي.

د ولسمشر د عامه اړیکو او ستراتېژیکو چارو ستر سلاکار وحید عمر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۶» وویل: "له دې ځایه غواړم ووایم چې دغه پرېکړه قطعي ده، له ټولو راټولېدنو چې د خلکو ګڼه ګوڼه په‌کې رامنځته کېږي باید مخنیوي وشي، زموږ هیله د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ څخه دا ده چې د ودونو ټول تالارونه او هوټلونه باید خپلې برنامې لغوه کړي."

د ولسمشر د عامه اړیکو او ستراتېژیکو چارو ستر سلاکار وحید عمر
د ولسمشر د عامه اړیکو او ستراتېژیکو چارو ستر سلاکار وحید عمر

ښاغلی عمر وايي، ټول عمومي حمامونه، د لامبو وهنې حوضونه او سوناګانې باید خپل فعالیتونو ودروي او که چا سرغړونه وکړه قانوني چلند به ورسره وشي.

د ولسمشر سلاکار وايي، د برښنايي پېژندپاڼو، د احوال نفوس اداره او پاسپورټ ریاست ته هم لارښوونه کېږي چې خپل فعالیتونه داسې منظم کړي څو د خلکو د راټولېدنې باعث نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا وایروس د تازه پنځو نورو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز وايي، افغانستان له یوه ملي ګواښ سره مخ دی او که ورته جدي پام و نه شي، لوی ناورین به رامنځته شي.

فېروز الدین فېروز نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د کرونا وایروس ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او یوه هم تر څېړنې لاندې ده.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز
د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

ښاغلی فېروز زیاتوي، افغانستان په روغتیايي اضطراري حالت کې دی او ټول روغتیايي پروسونل له دې وایروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري.

هغه زیاته کړه: "موږ له یو ملي ګواښ سره مخ یوو، د عامې روغتیا وزارت له دې بدې پدیدې سره د مبارزې یو مهم ادس دی، پر خلکو هم غږ کوم چې هر یو مو یوه رسنۍ شئ، هر یو مو یو روغتیايي مبلغ شئ، زموږ ساده پیغامونه نورو ته ورسوئ او پرې عمل وکړئ، څو خپل خلک له دې شر څخه وژغورو."

د عامې روغتیا وزیر داسې مهال د ملي ګواښ خبره کوي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وایروس ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په همدې حال کې په کابل کې یو شمېر مدني فعالینو هم نن د یوې راټولېدنې په ترڅ کې له کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

دغه مدني فعالینو "له کرونا سره باید ټوکې ونه‌شي" تر عنوان لاندې په دې راټولېدنه کې پر حکومت او ټولو افغانانو غږ وکړ چې د دې وایروس د مخنیوي لپاره بې‌تفاوته پاتې نه‌شي.

د دې راټولېدنې یو غړي احمد یار بشار وویل: "زموږ د دې راټولېدنې هدف دا دی چې راځئ له کرونا وایروس سره ټوکې ونه‌کړو له هغې باید ځان وژغورو، په دې شعار کې زموږ هدف دا دی چې هر وګړی کولای شي له ماسک، ویټامین لرونکو خوړو او همداراز د روغتیا لپاره له سالمې حفظ‌الصحې څخه استفاده وکړي او دا د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره یوه اسانه لاره ده."

د کرونا وایروس په اړه په داسې حال کې اندېښې په ډېرېدو دي چې تېره ورځ افغان ولسمشر د ځانګړي حکم پر بنسټ په ټول هېواد کې دولتي او خصوصي پوهنتونونه او ښوونځي د حمل یا وري میاشتې تر پایه او ورسره ټول ورزشي پروګرامونه وځنډول.

XS
SM
MD
LG