د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

ټرمپ له اروپا څخه امریکا ته اکثره سفرونه ځنډوي


د رونالډ رېګن هوايي ډګر ترمینل.
د رونالډ رېګن هوايي ډګر ترمینل.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې په نړۍ کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له اروپا څخه امریکا ته اکثره سفرونه د ۳۰ ورځو لپاره ځنډوي.

ټرمپ چې پرون په سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې، وویل چې له اروپا څخه امریکا ته سفر به سر له سبا جمعې څخه وځندول شي، خو دا بندیز به بریتانیا ته پر هغو امریکایانو نه‌وي چې په معاینو کې یې ناروغي نه‌ده ثبیت شوې.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "موږ له اروپا امریکا ته ټولې الوتنې د ۳۰ راتلونکو ورځو لپاره ځنډوو، دغه قانون د جمعې له نیمې شپې عملي کېږي. دغه محدودیت دغه‌راز په وضعیت پورې هم تړلی دی."

ټرمپ د هغو هېوادونو یادونه ونه‌کړه چې په دې بندیز کې به شامل وي، خو یوازې یې وویل چې له اروپا څخه امریکا ته ټول سفرونه ځنډول کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

وروسته سپینې ماڼۍ وویل چې دا بندیز د اروپا پر ۲۶ هېوادونو چې د شنګن زون یا ساحه ګڼل کېږي، لګول شوی او د اروپا نور هېوادونه په دې محدودیت کې شامل نه‌دي.

ټرمپ وویل چې امریکا ته د سفر په بندیز کې هغه کسان هم شامل دي چې د مهاجرت لپاره سفر کوي او دغه‌راز هغه کسان امریکا ته سفر نه‌شي کولای چې وروستۍ ۱۴ ورځې یې د شنګن زون په هېوادونو کې تېرې کړې دي.

د امریکايي اتباعو ترڅنګ هغه کسان چې د امریکا دایمي ویزه یا ګرین کارت لري، امریکا ته سفر کولای شي.

د کرونا وایروس د تشخیص لپاره لومړنۍ معاینه.
د کرونا وایروس د تشخیص لپاره لومړنۍ معاینه.

همداراز ټرمپ وايي چې په دې بندیز کې له اروپا څخه امریکا ته تجارتي مال نه‌شاملېږي.

ټرمپ یو شمېر مالي اقدامات هم اعلان کړل چې په هغو کې یو هم پر اقتصاد د کرونا وایروس د اغېز د کمولو لپاره د ځینو کسانو د مالیې په ورکړه کې تغییر دی.

ټرمپ ادعا کوي چې په اروپا کې د کرونا وایروس پېښې ډېرې دي ځکه چې د دغو هېوادونو حکومتونه د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په کولو کې پاتې راغلي دي.

ده وویل امریکا، چین ته پر سفر د بندیز په ګډون یو لړ اقدامات کړي دي.

د کرونا وایروس د سمپل اخیستنې بهیر.
د کرونا وایروس د سمپل اخیستنې بهیر.

دی وايي، امریکا د خپلو خلکو د ژوند د خونديتوب لپاره چین ته تګ راتګ تر نورو ژر ودراوه او اوس غواړي ورته کار له اروپا سره وکړي.

تر نن پنجشنبې پورې په نړۍ کې تر یو لکو ۲۶ زره ۵۰۰ تنو ډېر کسان په کرونا وایروس اخته شوي او څه باندې ۴ زره ۶۰۰ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG