د کندهار اوسېدونکي وايي، قاچاقي لارې او له پاکستان سره پرانيستی سرحد په دغه ولایت کې د کرونا وایروس د خپرېدو وېره زياته کړې ده.
خلک وايي چې روغتیايي مسوولین دي د کرونا وایرس د مخنوي او کنټرول لپاره د سپین بولدک او چمن ترمنځ سرحد کې د راتلونکو مسافرو د څار لپاره جدي قامونه واخلي.
صادق رښتینی له کندهاره په دې اړه راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: