د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

ترکیې د کډوالو په اړه له اروپايي ټولنې سره نوی پړاو پیلوي


د کډوالو په اړه انځور
د کډوالو په اړه انځور

د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د کډوالو په اړه د ۲۰۱۶میلادي کال هوکړه باید د سوریې وروستیو ستونزو ته پام نوی کړي.

دا خبره په بروکسل کې تر خبرو یوه ورځ وروسته ترکي چارواکو کړې او ویلي یې دي، انقره هیله لري چې له اروپايي ټولنې سره یو نوی باب پرانېزي.

سر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سې شنبې په ورځ وویل، انقره او بروکسل "د لارې په یوې نقشې" یا پلان کار کوي چې د مارچ د ۱۶ نیټې هغه تړون هم تر پوښښ لاندې راولي چې د کډوالو په اړه دی.

نوموړې زیاته کړې ده چې ترکیه د مارچ په ۲۶مه نیټه د اروپايي مشرانو له غونډې مخکې په دې اړه پایلو ته هیلمنده ده.

چاوش اوغلو دا څرګندونې په بروکسل کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او اروپايي مشرانو ترمنځ له غونډې یوه ورځ وروسته کړي.

د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه چې ترکیې په وروستیو اوونیو کې د اروپا لورې ته د کډوالو پر مخ خپلې پولې پرانیستې او ورسره زرګونو کډوالو یونان ته د اوښتو هڅې پیل کړې.

د یونان چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو د سختو سرحدي امنیتي تدابېرو سربېره نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو یونان ته د اوښتو هڅه کړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ترکیې چې په وروستیو کې یې اروپا ته د تلو لپاره د کډوالو پر مخ د خپل هېواد پولي پرانیستې، د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا د اروپايي ټولنې له غړي هېواد یونان وغوښتل چې کډوالو ته دې د ورتګ اجازه ورکړي.

د یونان چارواکو له ترکیې سره په پوله خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې د دوشنبې له سهار ۶بجو د سه شنبې د سهار تر شپږ بجو پورې یې د شا او خوا ۹۶۳ هغو کسانو مخه نیولې چې په غیرې قانونې توګه یونان ته داخلېدل.

یوناني چارواکو همدارنګه ویلي چې ددې کسانو ۵۲ تنه یې نیولې دي.

په نیول شویو کې د سوریې، افغانستان او ایران کډوال شامل دي.

د ترکیې له‌خوا کډوالو ته د اروپا په طرف د دروازو پرانېستلو هدف ظاهراً پر اروپايي ټولنې فشار راوړل ګڼل کېږي، څو انقرې ته نور مالي ملاتړ برابر کړي چې د منځني ختیځ د کړکېچونو له کبله ورغلي درې نیم میلیونه کډوال وپاللی شي.

همدارنګه ترکیه چې د ناټو غړی دی د سوریې په کړکېچ د خپل رول لپاره د اروپايي هېوادونو ملاتړ هم غواړي.

د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون مشرې اورسلا وندیر لیین او د اروپايي شورا مشر چارلیس مېشل د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته وویل، مخکې له دې چې اروپايي ټولنه له ترکیې سره د نور ملاتړ په اړه غور وکړي ترکیه باید له پولې کډوال په شا کړي.

د اردوغان دفتر د هغه له قوله ویلي چې دا خبرې د کډوالو په اړه د هوکړې په تازه کولو او په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب د خبرو اترو په چټکولو متمرکزې وې.

د اردوغان له خولې زیاته شوې، اروپايي ټولنه باید د اوږدې مودې راهېسې د پاتې مسئلو په اړه چټک اقدام وکړي او هیله‌یې څرګنده کړې چې د دې ټولنې سره یو نوی باب پیل کړي.

XS
SM
MD
LG