د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.

یو هېواد دوه لوړې؛ محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله لوړه وکړه

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې چې د لوړې مراسمو لپاره تیاریانې نیول شوې وې، لوړه وکړه.

د ولسمشر غني د لوړې مراسم نن له غرمې وروسته ترسره شول.

د ښاغلي غني د لوړو په مراسمو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر، د کاناډا، فرانسې، اندونیزیا، جرمني، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې چې د لوړې مراسمو لپاره تیاریانې نیول شوې وې، لوړه وکړه.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې لوړپوړي غړي فضل احمد معنوي ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالله عبدالله د لوړې په دغو مراسمو کې "د ایران او ترکیې ډیپلوماتانو" ګډون درلود.

وړاندې له دې ​د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ویلي و چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ځنډېدلي.

۱۰:۲۹ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه پلاوي غړي او د پاکستان د پارلماني غړي محسن داوړ او علي وزیر څو شېبې مخکې ننګرهار ته رسېدلي.

والي شاه محمود میاخېل او د دې ولایت اوسېدونکو ورته ښه راغلاست او هرکلی ووایه.

دوی به لږ وروسته د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون په هدف کابل ته سفر وکړي.

۱۳:۳۷ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

۱۳:۳۸ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

۱۳:۳۹ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG