د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.

یو هېواد دوه لوړې؛ محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله لوړه وکړه

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې چې د لوړې مراسمو لپاره تیاریانې نیول شوې وې، لوړه وکړه.

د ولسمشر غني د لوړې مراسم نن له غرمې وروسته ترسره شول.

د ښاغلي غني د لوړو په مراسمو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر، د کاناډا، فرانسې، اندونیزیا، جرمني، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې چې د لوړې مراسمو لپاره تیاریانې نیول شوې وې، لوړه وکړه.

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې لوړپوړي غړي فضل احمد معنوي ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالله عبدالله د لوړې په دغو مراسمو کې "د ایران او ترکیې ډیپلوماتانو" ګډون درلود.

وړاندې له دې ​د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ویلي و چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ځنډېدلي.

۲۲:۲۳ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

تازه: د پاکستان صدراعظم عمران خان ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه

ښاغلي عمران خان په خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې "افغان ولسمشر اشرف غني ته مبارکي وايم او له هغه سره د ګډ کار غوښتونکی يم. پاکستان به سيمه کې د سولې او ټيکاو د راوستلو لپاره هر شونی کار ترسره کړي."

۲۲:۰۱ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

يوناما د افغانستان د ولسمشر په توګه محمد اشرف غني ته چې نن‌يې د لوړې مراسم ترسره کړل مبارکي وايي.

ملګري ملتونه وايي د "یو ټول شموله حکومت د رامنځته کېدو په تړاو چې ټولو ته د منلو وړ وي، د ملي یووالي د رامنځته کېدو او د سولې د ترویج او اقتصادي ودې په اړه د ښاغلي غني د ژمنتیا هرکلی کوي."

د افغانستان لپاره د ملګرملتونو ځانګړی استازی او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو وویل: " ملګري ملتونه د ولسمشر غني له ادارې سره په ټول افغانستان کې چې یو متنوع او له کلتوري اړخ بډایه هېواد دی او خلک‌یې د یوه روښانه راتلونکي هیله لري، کار کولو ته تیار دي."

هغه وویل: " له سیاسي پلوه یو همغږی افغانستان په څرګند ډول مخ په وړاندې تر ټولو ښه لاره ده."

ملګري ملتونه زياتوي د بین‌الافغاني خبرو اترو په اړه د ټولو ښکېلو سیاسي اړخونو له‌خوا د څرګندو شویو ژمنو هرکلی وکړ او له دوی یې وغوښتل چې دغه خوځښت ضایع نه‌کړي او پر دوی یې ټینګار وکړ چې د دغو خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی په چټکۍ سره ترسره کړي.

۱۹:۲۲ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸
  • ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ لوړه وکړه

محمد اشرف غني د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا او عبدلله عبدالله چې د ټاکنو پایلې یې ونه‌منلې دواړو د لوړې مراسم ترسره کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانکړي استازي زلمي خلیل‌زاد په ګډون د ۳۵ هېوادونو سیاسي استازو ګډون کړی و.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون کوونکي بهرني مېلمانه.

ولسمشر غني له سیاسیونو وغوښتل چې د نوي حکومت په جوړښت کې اوږه ورکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "د دې لپاره چې په ټاکنو کې د شریکانو او سیاسیونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ یو فرصت جوړ شي، د جمهوریت تر چتر لاندې به له پخوانۍ یعنې د ملي یووالي حکومت څخه د راپاتې کابینې سره کار ته دوام ورکړم. له هغه وروسته به د پراخو او هر اړخیزو مشورو وروسته داسې حکومت جوړ کړم چې ټول ګډونه او ټول خوښی واوسي."

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم.

ولسمشر محمد اشرف غني همدا ډول سولې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل، د حکومت لومړیتوب‌یې باعزته او د جمهوریت تر چتر لاندې سوله ده چې ژر به راشي.

ولسمشر له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په اړه وویل چې دا هیئت تر سبا وروستی کېږي او تر خوا به‌یې د پنځه زره بندیانو د خلاصون لپاره هم په همدې ورځ فرمان صادر کړي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله هم د لوړې په مراسمو کې خپل پلویانو ته د وینا پر مهال وویل، د ده حکومت اجرائیه رئیس هم لري چې په نږدې راتلوکي کې به‌یې د لوړې مراسم ترسره شي.

د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی د لوړې مراسم.

ښاغلي عبدالله وویل: "زموږ لومړیتوب په حکومت کې یوه سیاسي اجماع رامنځته کول او د سولې خبرو لپاره د هیئت ټاکل دي، د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار یم."

د محمد اشرف غني د لوړې مراسم د افغانستان د قاضی‌القضات یوسف حلیم او د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم د ولسي جرګې پخواني غړي شهزاده شاهد له‌خوا ترسره شول.

د ښاغلي غني او عبدالله د لوړو مراسمو ته نږدې که څه هم څو راکټونه ولګېدل او غونډې له څه ستونزې سره مخ شوې، خو بیا هم دواوړ خپلو ویناوو ته دوام ورکړ.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون پر مهال.

د یادنې وړ ده چې امریکايي چارواکو په تېره زلمي خلیل‌زاد له تېرې ورځې راهیسې هڅې پیل کړې وې ترڅو د غبرګو مراسمو مخه ونیسي، خو بیا هم په ارګ او اجرائیه ریاست کې دواړه مراسم ترسره شول.

۱۸:۵۵ ۱۹.۱۲.۱۳۹۸

تازه: کابل کې راکټي بریدونو یو پولیس ټپي کړی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې نن دوشنبه ماسپښین ۰۳:۴۵ دقیقې څلور راکټه چې په یوه سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو، د کابل ښار د څلورمې حوزې له سیمې توغول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې یو راکټ د استقلال لېسې شاته، دوهم د کابل سرینا هوټل پر دېوال، درېیم په زرنګار پارک کې او څلورم کابل ښاروالۍ ته نږدې لګېدلي دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي په دغه پېښه کې یو پولیس برسېرن ټپي شوی او د عاملینو د نیولو لپاره‌یې هڅې روانې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG