د امریکا د ټاکنو سیالۍ مهم پړاو ته رسېدلې دي.
د ګوندونو نوماندان نن د مارچ په درېیمه ټول سره هممهاله د سیالۍ ډګر ته راوځي. له همدې امله د امریکا په ټاکنیز تقویم کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ درېیمه، د لویې سې شنبې یا سوپر ټیوزډې په نوم یاده شوې.
دغه ورځ د ګوندونو د کاندید په ټاکلو کې ډېره مهمه ده.
امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته لومړی د دوو ګوندونو جمهوریت غوښتونکو او ډیموکراتانو خپلمنځۍ ټاکنې کېږي او د هر ګوند یو-یو مخکښ نوماند ټاکنو کې سیالۍ کوي.
که څه هم جمهوري غوښتونکو پخوا یقیني کړې چې کاندید یې بیا هم ډونالد ټرمپ دی، خو ډیموکراتان لګیا دي چې د خپل ګوند نوماند معلوم کړي.
دغه لویې سې شنبه کې د ډیموکراتانو پنځه نوماندان خپلو کې سیالۍ کوي او د دوی هڅه دا ده چې بیا ځل د ډونالد ټرمپ له بریالي کېدو مخنیوی وکړي.
د ډیموکراتانو خپلمنځي نوماندانو کې جوبایډڼ، برني سندرز او مایکل بلومبرګ تر ټولو ډېر مطرح دي.
جوبایډن له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۷ کاله پورې د ولسمشر مرستیال پاتې شوی، مایکل بلومبرګ د نیویارک پخوانی ښاروال او میلیاردر دی چې د لومړي ځل لپاره ټاکنیزې سیالۍ ته راوتلی.
برني سنډرز امریکایی سناتور دی چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې کلک مخالف دی.
هر ګوند باید تر جولای میاشتې پورې خپل نوماند ټاکنو ته وروپېژني، ټاکنې بیا په نومبر میاشت کې کېږي.
د امریکا عدلیې وزارت او فدرالي پولیسو «اېف.بي. ای» ادعاوې کړي چې روسیه هڅه کوي د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
پر روسیې دغهراز تور دی چې تېر ځل ټاکنو کې يې د ډونالد ټرمپ په بریالي کېدو کې مرسته کړې، خو روسیې او خپله ټرمپ دا تورونه رد کړي دي.