د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۵

افغانستان

بایډن: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به بې ثباتي رامنځته کړي

د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن

د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو مخالفت کړی او ویلي یې دي، دا ګام به سیمه ییزه بې ثباتي رامنځته کړي.

ښاغلي بایډن د ډیموکراټانو کاندیدانو په بحث کې له عراقه د ځواکونو وتلو ته اشاره وکړه او وې ویل، ځواکونو ته د شرم خبره وه چې دوی له عراقه وتل او کردانو ورته ویل چې پاتې شئ.

بایډن دا خبرې په بحث کې د بلې کاندیدې ایلي زابت وارنس د دې نظر په ځواب کې وکړې چې وې ویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې له افغانستانه خپل ځواکونه را وباسو.

میرمن وارنس پخوا هم ورته نظر څرګند کړی دی.

دې ویلي، د وسله والو ځواکونو د قومندانې په توګه به د خپلو جنرالانو خبرو ته غوږ نیسي خو د ترهګرۍ د مدیریت لپاره به له خپلو متحدانو سره کار کوي.

وارنس ویلي چې د سنا په پوځي کمیټه کې یې د کار پر مهال له جمهوریت غوښتونکو سره یوځای له جنګي سیمو لیدنه کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ارگ:‌ د طالبانو خوشې کولو لپاره د مذاکرې ځانګړې اجنډا جوړېږي

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ارګ نن د فبرورۍ په ۲۸مه وویل چې د حکومت له زندانونو د طالبانو پر خوشې کولو د مذاکرې ځانګړې اجنډا جوړېږي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته ویلي چې قطر ته یو پلاوی تللی، خو د بندیانو پر خوشې کولو خبرې نه‌کوي، بلکې له طالبانو سره د ارتباط پر ټینګولو تمرکز کوي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دوه ورځې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې له امریکا سره د سولې د موافقې تر لاسلیک وروسته به د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د اعتماد پر جوړولو کار کېږي.شاهین وویل چې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې به د دې لپاره چې باور پیدا شي، حکومت د طالبانو ۵ زره بندیان خلاصوي او طالبان به هم د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کوي.

قریشي: سبا د افغانستان او افغانانو لپاره یوه لویه ورځ ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د توافق لاسلیک په افغانستان کې د سولې لپاره مثبت ګام بللی دی.

امریکا او طالبان به سبا د فبرورۍ په ۲۹مه، د سولې موافقه لاسلیک کړي.

شاه محمود قریشي هم په دې اړه په مراسمو کې د ګډون لپاره په دوحه کې دی.

هغه پر فېس‌بوک په وېډیويي پیغام کې ویلي: "سبا د افغانستان او افغانانو لپاره یوه لویه ورځ ده. له دې سره به افغانستان د سولې او روغې پر لور حرکت پیل کړي او بین‌الافغاني خبروته به لار خلاصه کړي."

د افغانستان د سولې لپاره په روانو هڅو کې پاکستان مکرراً د همکارۍ ادعا کړې، خو واشنګټن په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یو راپور خپور کړ او ویې‌ویل چې د حقاني شبکه او د طالبانو رهبران په پاکستان کې امن ځایونه لري.

د امریکا دفاع وزیر او ناټو عمومي منشي کابل ته راځي

(ښی-کین) د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سبا د فبرورۍ په ۲۹مه، کابل ته رسېږي.

هغوی به په کابل کې د افغانستان له حکومته د نړیوالې ټولنې د ملاتړ څرګندولو لپاره یو ګډ بیان خپور کړي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې هغوی به سبا غرمه په ارګ کې په ځانګړي پروګرام کې ګډون وکړي.

صدیقي د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

ناټو یا د امریکا دفاع وزارت لا په دې اړه خبرې نه‌دي کړې.

د افغانستان روغتیا وزارت: د کرونا ۱۰ مشکوکې پېښې منفي راوتلي

ارشیف.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د فبرورۍ په ۲۸مه، وویل چې په افغانستان کې د کرونا وایروس ۱۰ مشکوکې پېښې چې په لابراتوار کې کتل شوي، منفي راوتلې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا وایروس درې مشکوکې پېښې له هراته، یوه له بغلان، یوه له غور او پنځه له کابله ورته رسېدلې وې.

مایار وویل چې ۱۰ نورې مشکوکې پېښې چې له هراته ور رسېدلي، لا هم په لابراتوار کې تر کتنې لاندې دي.

په افغانستان کې تر اوسه یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د کونړ چارواکي: ۳۹ داعش وسله‌وال حکومت ته تسلیم شول

ارشیف، د داعش جنګیالي چې په ننګرهار کې حکومت ته تسلیم شول. انځور تزئیني بڼه لري.

د کونړ چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د داعش ډلې لسګونه وسله‌وال حکومت ته تسلیم شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا ډله چې په څوکۍ ولسوالۍ کې یې فعالیت کاوه د دولتي ځواکونو د فشار په نتیجه کې تسلیم شوه.

ښاغلی مصمم زیاتوي: "۳۹ تنه داعش وسله‌وال چې یو مهم قوماندان او درې ډل‌مشران په‌کې شامل دي د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې یې ترورېستي فعالیت کاوه چې د امنیتي ځواکونو د فشار په نتیجه کې دولت ته تسلیم شول."

ښاغلي مصمم زیاته کړه چې د داعش ډلې له نورو وسله‌والو سره هم کار روان دی او په راتلونکو ورځو کې به د دې ډلې نور غړي هم حکومت ته تسلیم شي.

له دې مخکې په ننګرهار ولایت کې هم سلګونه داعشیان له خپلو کورنیو سره حکومت ته تسلیم شول او افغان چارواکو په روان هجري لمریز کال کې د داعش ډلې پر وړاندې بریا اعلان کړه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه سبا شنبه لاسلیکېږي

ارشیف، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په دوحه کې له یو شمېر چارواکو سره د لیدو پر مهال. July 08, 2019

په پام کې ده چې سبا د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي.

چارواکو ویلي تمه ده چې په دې مراسمو کې به شااوخوا د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي حاضر وي.

د دې سند د لاسلیک نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ اعلان کړه.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دا موافقه به د طالبانو په استازیتوب د طالبانو مرستیال مشر او د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړي، خو معلومه نه‌ده چې د امریکا له‌خوا به دا سند ایا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد لاسلیکوي که بل څوک.

پر دې موافقې خلیل‌زاد او د طالبانو د سیاسي دفتر غړو له تېر څه باندې یو کال راهیسې کار وکړ.

په همدې حال کې د راپورونو له مخې د امریکا او روسیې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو چارواکي دوحې ته رسېدلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر ټویټر په یو بیان کې ویلي چې د افغانستان لپاره د کرملېن ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړ شي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دې بیان په اړه په تبصره کې لیکلي دي چې دا موافقه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه نه‌ده، بلکې طالبانو ته یو فرصت دی چې له تشدد څخه لاس واخلي.

کابل کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۰ نور ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کابل ولایت.

په کابل کې پرون پنجشنبه په یوه چاودنه کې یو ملکي کس ووژل شو او ۱۰ نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاندې مروې امیني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د پلازمېنې کابل د شپږمې ناحیې په سرکارېز سیمه کې شوې ده.

اغلې امیني وايي: "پر بایسکل د ځای پر ځای شوي مقناطیسي بم په چاودنه کې یو ملکي وګړی شهید او ۱۰ نور ټپیان شول. دا پېښه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې پر اړونده سرکارېز سیمه کې شوې."

له دې مخکې د چهارشنبې ورځې په ماښام هم د کابل په شپږمه ناحیه کې د فیض محمد کاتب پر واټ پر بایسکل د ایښودل شوي ماین چاودنې د یوې ښځې په ګډون ۹ ملکي وګړي ټپیان کړل.

دا دوه پېښې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ پیل شوې او نن‌یې وروستۍ ورځ ده.

طالبانو په دواړو پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.

د بامیان تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره د جاپان مرسته

ارشیف، د بامیان بت.

د جاپان حکومت د بامیان د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره ۳،۸ میلیونه ډالره مرسته کوي.

ملګرو ملتونو په بامیان کې ځیني تاریخي اثار په هغو نړیوالو فرهنګي ارزښتونو کې شامل کړي چې د له‌منځه تللو یا ویجاړېدو تر خطر لاندې دي.

د بامیان والي، محمد طاهر زهیر د ازادي راډیو خبریالې ته وویل چې د جاپان سفارت غواړي چې د بامیان تاریخي اثار له خطره ووځي.

د بامیان والي وویل چې په هغه ولایت کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره زیاته بودجه په‌کار وه او د افغانستان حکومت‌یې د ورکولو توان نه‌درلود.

اوچا: ایران سره د افغانستان غربي ولایتونو تګ راتګ د اندېښنې وړ ده

د افغانستان حکومت د فبرورۍ په ۲۳مه په نیمروز او هرات کې له ایران سره پوله وتړله، خو د فبرورۍ په ۲۵مه‌یې تګ راتګ ته اجازه ورکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره "اوچا" وايي چې له ایران سره د غربي ولایتونو تګ راتګ په دې هېواد د کرونا وایروس د خپرېدو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، خپره شوې لیکل شوي چې په افغانستان کې یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو ۱۰ وګړي تر دې شک لاندې دي چې کرونا وایروس لري.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په افغانستان کې اوس‌مهال ۷۰۹ چپرکټونه په کرونا وایروس د اخته کسانو د قرنطین لپاره شته او د روغتیا نړیوال سازمان نږدې ۵ لکه خبرپاڼې خلکو ته د معلوماتو ورکولو لپاره چاپ کړې دي.

د افغانستان حکومت د فبرورۍ په ۲۳مه په نیمروز او هرات کې له ایران سره پوله وتړله، خو د فبرورۍ په ۲۵مه‌یې تګ راتګ ته اجازه ورکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې په نیمروز او هرات کې به د عامې روغتیا وزارت ځانګړې ډلې هغه خلک چې ایران ته ځي او راځي معاینه کوي.

هرات کې یوه فابریکه په ورځ کې ۶۰ زره طبي ماسکونه جوړوي

د کرونا وایروس د یوې مثبتې پېښې تر ثبت وروسته د ماسکونو لپاره د خلکو تقاضا ډېره زیاته شوې ده.

د هرات د صنعتي ښارګوټي یوه فابرکه په ورځ کې ۶۰ زره طبي ماسکونه جوړوي.

د فابریکې یوه مسئول جاوېد شېرزاد پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې په هرات کې د کرونا وایروس د یوې مثبتې پېښې تر ثبت وروسته د ماسکونو لپاره د خلکو تقاضا ډېره زیاته شوې ده.

جاوېد شېرزاد وویل: "له کله راهیسې چې دلته وضعیت اضطراري شوی، د عامې روغتیا ریاست او نورو چارواکو په غوښتنه موږ د ماسکونو تولید پېل کړی دی. په ابتدا کې موږ غوښتل چې ماسکونه بهر ته د صادرولو لپاره جوړ کړو، خو اوس په کور تقاضا زیاته ده له دې امله موږ د خپلو وطنوالو د ضرورت د کمولو لپاره کار کوو."

په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړۍ مثبته پېښه په هرات کې ثبت شوه.

کرونا وایروس انسان ته د والګي یا زکام په څېر مرض پیدا کوي او حتی د مرګ سبب کېدلاې شي.

خلکو ته ښايي چې لاسونه په صابون او اوبو پرېمینځي، خوله او پوزه په ماسک کې پټه کړي او له داسې کسانو چې والګی یا زکام لري، لیرې واوسي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر محمد شهزاد لګېدلی بندیز لیرې کړ

د افغاستان کرکټ ملي لوبډلې غړی محمد شهزاد

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پر وتلي غړي، محمد شهزاد لګېدلی بندیز لیرې کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ تېر دوبی اعلان وکړ چې محمد شهزاد د کرکټ بورډ له خبرتیا او اجازې پرته له افغانستانه بهر سفر او په لوبه کې ګډون کړی چې له اداري اصولو سرغړونه بلل کېږي او د یوه کال لپاره‌يې د کرکټ په سیالیو کې له ګډونه منع شوی دی.

خو دې ادارې پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، پر ټویټر خبر ورکړ چې محمد شهزاد له بندیزونو خلاص شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ پر وېب‌پاڼه لیکل شوي چې محمد شهزاد تر تقریباً اوو میاشتو بندیز وروسته ازاد دی او کولائ شي چې هر ډول کرکټ وکړي، خو د هغه پر قرارداد لګېدلی بندیز به پر ځای وي.

د محمد شهزاد پر قرارداد بندیز د روان کال په اګسټ کې پای ته رسېږي.

کرکټ بورډ لیکلي چې د ملي لوبډلې دې بټس من او وکېټر د عفوې غوښتنه کړې وه او ژمنه‌یې کړې چې بیا به تېروتنې نه‌تکراروي.

ماه‌جبین قزلباش مړه شوه

وتلې سندرغاړې ماه‌جبین قزلباش

د پښتو ژبې ډېره وتلې سندرغاړې ماه‌جبین قزلباش پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، له نړۍ سترګې پټې کړې.

قزلباش پرون د پېښور په لېډي ريډنګ روغتون کې مړه شوې ده.

د راپورونو پر اساس، هغې د زړه ناروغي درلوده.

پر هغې د زړه حمله راغلې وه او په لېډۍ رېدنګ کې بستر وه.

ماه‌جبین قزلباش کلونه کلونه سندرې وبللې او په افغانستان کې هم ډېره پېژندل شوې ده.

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان راډيو مشر لایق‌زاده لایق پرون ماخوستن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې هغه د پلار له‌خوا د ایران د مشهد او د مور له‌خوا پېښورۍ وه.

لایق‌زاده لایق وویل چې ماه‌جبین قزلباش په ۱۹۷۱ میلادي کال کې په پېښور راډيو کې له سندرو ویلو خپل هنري سفر پیل کړ.

د ماه‌جبین قزلباش درې زامن او یو لور پاتې دي.

لایق‌زاده لایق ازادي راډیو ته وویل چې ماه‌جبین قزلباش د ژوند په وروستیو وختونو کې له ډېر کمزوري اقتصاده کړېده او حتی د ژوند په وروستیو ورځو کې یې د ځان د درملنې وس هم نه‌درلود.

د هغې د مړینې پر خبر پر ټولنیزو رسنیو ډېرو خلکو تبصرې کړې دي.

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او سیاستوال، افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي چې د قزلباش خدمت به تل د خلکو په یاد پاتې وي او مرګ‌یې د پښتنو د موسیقۍ لپاره لوی زیان بولي.

اروپايي ټولنې یو ځل بیا له افغان حکومت د ملاتړ د دوام اعلان وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولاند کوبیا سره د لیدنې پر مهال.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي یو ځل بیا د افغانستان له حکومت څخه د ملاتړ او ورسره د همکارۍ د دوام په اړه ډاډ ورکړ.

د ارګ په یوې اعلامیه کې راغلي چې رولاند کوبیا نن تر غرمې دمخه په ګلخانې ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.

د اعلامیې له مخې ښاغلي کوبیا د افغانستان له ټولو سیاستوالو غوښتي چې د سولې پروسې د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.

ولسمشر غني په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ته ویلي چې د سولې پروسې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه‌یې له بېلابېلو لورو سره سلامشورې کړي او د دغو چارو د ښه مدیریت لپاره چمتووالی لري.

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي مشرانو ترمنځ تر ډېرو خبرو اترو وروسته ټاکل شوې ده د روانې فبرورۍ پر ۲۹مه د دواړو لورو ترمنځ توافق لاسلیک شي چې له مخې به‌یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق تر لاسلیک دمخه د سولي لپاره د اعتماد فضا د رامنځته کېدو په هدف په افغانستان کې د یوې اوونۍ لپاره د تاتریخوالي د کمېدو پرېکړه شوې وه چې نن د دې اوونۍ د پیل پنځمه ورځ ده.

د افغانستان خلکو د دې پرېکړې تود هرکلی وکړ.

پکتیا کې د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې پلې شوې

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی خبري غونډه کې د خبرو پرمهال.

په پکتیا کې د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ګڼې پروژې پلې شوې دي او راتلونکې کال لپاره هم شپږ مېلیارده افغانۍ ځانګړې شوې.

د پکتیا د ولایت مقام د غونډو په تالار کې والي شمیم خان کټوازي ولس ته د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په روان ۱۳۹۸ مالي کال کې یې د شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې ګڼې پروژې پلې شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په روان کال کې مو ۶ مېلیارده افغانۍ بودیجه مصرف کړې او د راتلونکې کال لپاره مو هم ۶ مېلیارده بودیجه پیدا کړې، زموږ هڅه داده چې دا تر لسو میلیارده افغانیو ورسوو، راتلونکي کال کې مو د ۱۶۳ ښوونځيو لپاره بودیجه پیدا کړې، چې په دې سره به زموږ سل سلنه ښوونځي ودانۍ ولري."

که څه هم د پکتیا والي تر یوه مېلیارد افغانیو د ګمرک د عوایدو د رسېدو او د ۱۶۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو تر څنګ د یو شمېر نورو پروژو د بشپړېدو او پیلېدو خبره وکړه، خو د پکتیا اوسېدونکي دا کافي نه بولي او وایي، تر اوسه هېڅ داسې لویه پروژه نه ده بشپړ شوې چې د خلکو په ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د پکتیا ولایت والي شمیم خان کټوازي یوې غونډې ته ویلي، چې د امنیتي ستونزو له امله د یو شمېر پروژو د نه تطبیق له امله نږدې دوه میلیارده افغانۍ بودیجه بېرته مرکز ته انتقال شوې ده.

امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکموي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د فبرورۍ په ۲۵مه، وویل چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر به ۸۶۰۰ ته را کم کړي.

ټرمپ نن دا خبره په نوې ډیلي کې خبریالانو ته کړې ده.

هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې یې ستایل شوې دي.

ټرمپ نن ونه ویل چې څه وخت به د سرتېرو شمېر کموي.

د امریکا حکومت او وسله وال طالبان د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه عملي کوي او نن یې څلورمه ورځ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې که د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه ښه عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته به بین الافغاني خبرې پېلېږي چې په هغه کې به د دایمي اروبند پر اعلان، د امریکايي سرتېرو د کمېدو او داسې نورو مهمو مسئلو په اړه پرېکړې کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG