غني طالبانو ته: څه وخت له پاکستانه وځی ؟
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ننګرهار کې د خلکو د یوې لویې غونډې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ چې دا باید په ډاګه کړي چې څه وخت له پاکستانه راوځي. غني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دولت یې له طالبانو سره احتمالي خبرو ته په چمتوالي لګیا دی. خو د بین الافغاني خبرو د پیل برخه لیک تراوسه هم روښانه نه دی.