د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

خلیج ټایمز: په افغانستان کې د سولې له کندو کپرو ډکه لار


ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
ځینې بهرنۍ ورځپاڼې
  • خلیج ټایمز

سره له دې چې د ډېرو په باور په افغانستان کې د سولې لار هواره شوې او یوازې څو ګامه ورته پاتې دي.

خلیج ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې لپاره او په تېره بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د نن ورځې کېدونکې موافقې ته په اشارې تر دې سرلیک لاندې تبصره خپره کړې ده.

"په افغانستان کې د سولې له کندو کپرو ډکه لار"

د دې لیکنې په پیل کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ د اعتماد رامنځته کېدو لپاره مهمه بلل شوې او ویل شوي چې دا به د جګړې د ښکېلو خواوو لپاره چې پر یو بل باور نه‌لري، د وړاندې تګ لپاره لاره هواره کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس به زرګونه امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، طالبان به ضمانت ورکړي چې له افغانستانه به پر نورو هېوادونو ترورېستي برېدونه نه‌کېږي او همداراز به ښايي د جګړې اسیران تبادله او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي.

خلیج ټایمز همداراز د اوربند د ټینګېدو او د افغانانو ترمنځ د سیاسي پروسې د پیلېدو یادونه کوي، خو په پای کې وايي چې لویه اندېښنه به دا وي چې هر لوری به د زیات تر زیاتې ونډې یا بشپړ واک غوښتنه کوي.

د خلیج ټایمز په لیکنه کې وړاندې راغلي امریکا او افغان چارواکي وېره لري چې طالبان به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د پوځي بري هڅه وکړي.

بله ستونزه د زرګونه طالب جنګیالیو ده چې څرنګه په ټولنه کې ادغام شي او یا د افغانستان په ملي امنیتي دفاعي ځواکونو کې شامل شي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې د لاسلیک په درشل کې د امریکا د پوځي قراردادیانو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله په دې پوښتنې پیل شوې چې "که امریکا له افغانستانه ووځي ایا پوځي قراردادیان به‌یې پاتې شي؟"

لیکوال ویلي چې دا مسئله لا نه‌ده معلومه.

د واشنګټن پوسټ په مقاله کې راغلي قراردادي پوځیان چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راوروسته د امریکا په جګړو کې غټه برخه رول لوبولی تر ډېره پورې پټ پاتې دي.

د بېلګې په توګه لیکوال د افغانستان د جګړې په اړه د واشنګټن پوسټ له‌خوا د څه وخت مخکې خپرو شویو اسنادو په استناد لیکلي چې په افغان جګړه کې د امریکا ۳۸۱۴ پوځي قراردادیان وژل شوي، خو په اړه‌یې زیات راپورونه نه‌دي خپاره شوي.

امریکا په افغان جګړه کې د خپلو نږدې ۲۴۰۰ سرتېرو د وژل کېدو تأیید کړي دي.

د واشنګټن پوسټ په مقاله کې راغلي د امریکا پوځي قراردادیان اکثر امریکايي اتباع نه‌دي او د امریکا دفاع وزارت ورته د "درېیم هېواد اتباع" عبارت کاروي.

تمه ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې په لاسلیک سره له افغانستانه یوه برخه امریکايي پوځیان ووځي.

امریکا په افغانستان کې اوس وخت تر ۱۳ زرو پورې عسکر لري.

د واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې دا اندېښنه یاده شوې چې که امریکايي عسکر ان له افغانستانه ووځي هم د پوځي قراردادیانو پاتې کېدل به د تاوتریخوالي له دوام سره مرسته وکړي.

د مقالې په یوه برخه کې بیا دې ته اشاره شوې چې د امریکا حکومت په وروستیو ۱۰ کلونو کې په دې برخه کې پرمختګ کړی چې یقیني کړي قراردادیان د امنیت د ګډوډولو پر ځای د امنیت په ټینګولو کې مثمر واقع شوي.

XS
SM
MD
LG