د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

کرونا پاکستان ته هم ورسېد؛ په نړۍ کې یې د خپرېدو اندېښنې په زیاتېدو دي


روغتیايي څارونکو په ایران کې په یوه ورځ کې له ۴۴ څخه ۱۳۹ ته د اخته کسانو د شمېر لوړېدل د اندېښنې وړ بللی دی.
روغتیايي څارونکو په ایران کې په یوه ورځ کې له ۴۴ څخه ۱۳۹ ته د اخته کسانو د شمېر لوړېدل د اندېښنې وړ بللی دی.

په نړۍ کې د کرونا وایروس د خپرېدو له امله اندېښنې د زیاتېدو په حال کې دي.

دا وایروس په ډسمبر کې د چین له ووهان ښاره راولاړ شو. په ټوله نړۍ کې تر ۸۰ لکه زیات وګړي په دې وایروس اخته شوي دي.

راپورونه وايي چې تر ۲۷۰۰ زیات وګړي په دې وایروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

ډېر کسان په چین کې په دې وایروس مړه شوي، خو ایران ته د دې وایروس رسېدو او هلته د ډېرو کسانو اخته کېدو هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

د پاکستان حکومت پرون وویل چې له ایرانه هغه هېواد ته هم وایروس ورغلی دی.

د پاکستان حکومت پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، خبر ورکړ چې د کرونا وایروس دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پاکستان د روغتیا وزیر ظفر مرزا پرون په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دواړو وګړو درملنه کېږي.

د پاکستان د روغتیا وزیر ظفر مرزا
د پاکستان د روغتیا وزیر ظفر مرزا

هغه زیاته کړه: "دواړه کسان په وروستیو کې ایران ته تللي وو. دواړه په وروستیو ۱۴ ورځو کې په ایران کې وو. زه فکر کوم چې د ټول پاکستان خلکو ته دا خبره مهمه ده چې وپوهېږي چې له دې مسئلې سره څرنګه چلند وکړو. زه وایم چې بې‌ځایه اندېښنه مه‌کوئ او وېره مه‌خپروئ."

ظفر مرزا همداراز وویل چې له افغانستان او ایران سره پر ګډو پولو یې د مسافرو د روغتیايي څارنې لپاره په هوايي ډګرونو او ځمکنیو سرحدي پوستو کې مسلکي کسان ګمارلي دي.

د پاکستان د روغتیا وزیر زیاته کړه چې د هغه هېواد په روغتونونو کې په کرونا وایروس د اخته کسانو د پېژندنې او درملنې لپاره ځانګړي وسایل هم ځای پر ځای کېږي.

د ایران د روغتیا وزیر وویل چې په هغه هېواد کې تر پرون ماخوستنه ۱۹ تنه د کرونا وایروس له امله مړه شوي.

د ایران د عامې روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، خبریالانو ته وویل چې ۱۳۹ تنه په کرونا وایروس اخته پېژندل شوي دي.

روغتیايي څارونکو په ایران کې په یوه ورځ کې له ۴۴ څخه ۱۳۹ ته د اخته کسانو د شمېر لوړېدل د اندېښنې وړ بللی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې په ایران کې د کرونا وایروس کنټرول ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

له چینه بهر ایران د نړۍ هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات وګړي د کرونا وایروس له امله مړه شوي دي.

د ایران د جمهوري ریاست پر وېب‌پاڼه په خپاره شوي بیان کې نه‌دي ویل شوي چې د کوم ښار د قرنطین پلان لري، خو کرونا وایروس په ایران کې د قم په ښار کې اول ولیدل شو. په قم کې پرون ۱۵ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د ګرجستان حکومت هم پرون وویل چې یو وګړی چې له ایرانه ورستون شوی و په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

د ګرجستان حکومت ویلي چې دا سړی ۵۰ کلن دی او تر سختې طبي څارنې لاندې دی.

XS
SM
MD
LG