د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د کرونا وایروس د خپرېدو وروسته د هرات ښار وضعیت


هرات ښار
هرات ښار

په هرات ولایت کې د کرونا وایروس د مثبتې پیښې له تائید او په کې د بېړني حالت له اعلانېدو یوه ورځ وروسته، سیمه ییز چارواکي وايي، تالارونه، کافي خونې، حمامونه او د زده کړو مرکزونه یې تړلي دي.

په دغه ولایت کې د کرونا وایروس د مثبتې پېښې له تائید وروسته د هرات د ښاریانو اندېښنې ډېرې شوي دي.

ښار ارامه او کوم خلک چې په کې لیدل کېږي هم ماسک او د ستکشې کاروي.

په ټوله کې د دغه ښار په عمومي سیمو کې ورځني فعالیتونه کم شوي دي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د سې شنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې وویل: "د ولایت اداري ناسته غوښتل شوې، ټولو برخو ته لازمې سپارښتنې شوي، حمامونه، د لمبا حوضونه، د قلیان او ودونو ځایونه او غونډې بندې شوې دي."

افغان دولت دوه ورځې مخکې کرونا وhیروس د پراخېدو د مخنیوي په هدف د افغانستان او ایران ترمنځ هوايي او ځمکنۍ لارې وتړلې خو اوس یې ځمکنۍ پوله بېرته پرانستې.

د هرات د کډوالو اداره وايي، هره ورځ له ایران نه شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان هرات ته ستنېږي.

خو د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا د پولې پر خلاصېدو اندېښنه ښيي.

هغه وویل: "د عامې روغتیا له نظره د اندېښنې وړ ده، هرڅوک چې له ایرانه راځي، ممکن نښې ونه لري او موږ يې د تبې د معلومولو او چېک په ذریعه نه شو موندلی، طبعاً د اندېښنې خبره ده."

رسمي شمېرې ښيي چې په هرات ولایت کې د کرونا د وایروس یوه مثبته او ۶ مشکوکې پېښې ثبتې شوې دي.

کوم کسان چې د ایران د قوم له ښاره راستانه شوي، د انصار په کمپ کې قرنطین دي.

په یاد ښار کې د کرونا په وایروس د اخته کېدو له امله څو کسان مړه شوي هم دي.

قرنطین شوي کسان بیا د امکاناتو پر نشتوالي نیوکه کوي.

رحم دل وايي: "دیارلس کسان دلته انصار کمپ ته راغلو، پنځه ورځې کېږي نه ډاکتر راغلی او نه راته چا رسېدنه کړې چې ستونزه مو څه ده، حمام نه لرو، له خیرنو کالیو سره راغلي یو، تر اوسه دغه شان ژوند کوو."

علي وايي: "موږ یې راوستي یو چې د کرونا له امله ناروغان یاست، نه ډاکتر راځي چې معاینه مو کړي، هېڅ شي ځانګړی نه دی، پنځه ورځې کېږي دلته پراته یو، که موږ ناروغي لرو، ډاکتر دې راشي چې ستونزه مو روښانه شي."

د کرونا وایروس د خپرېدو له امله د هرات ښار تش ښکاري، اوسېدونکي یې له حکومته غواړي چې د اسلام قلعه په پوله کې دې د هغو کسانو تشخیص ته جدي هڅې وکړي چې له ایران نه راستنېږي څو ددغه وایروس د پراختیا مخنیوي وشي.

XS
SM
MD
LG