د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

افغانستان کې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه


د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړنۍ پېښه تأیید کړه.

کرونا د ایران له پولې افغانستان ته هم لار وکړه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز نن دوشنبه «۱۳۹۸ کال د کب ۰۵» په یوې خبري غونډه کې په افغانستان کې د کرونا وایروس لومړنۍ پېښه تأیید کړه.

هغه په هرات ولایت کې د کرونا وایروس د یوې مثبتې پېښې د ثبت اعلان وکړ.

ښاغلي فېروز وویل چې ثبت شوې مثبته پېښه تر جدي درملنې لاندې ده.

هغه زیاته کړه: "نن د خلکو د روغتیا پر وړاندې د یو با مسؤلیته وزیر په توګه د رسنیو له لارې په هرات ولایت کې د کرونا وایروس د لومړنۍ مثبتې پېښې اعلان کوم او پاتې دوه نورې پېښې منفي دي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وویل، په هرات کې بېړنی حالت اعلان شوی او په خبره‌یې هغه ټول غیر ضروري الوتنې چې دې ولایت ته کېدې د لنډې مودې لپاره باید راکم شي.

د کرونا وایروس درې مشکوکې پېښې پرون سهار د هرات د روغتیايي مسؤلینو له‌خوا تأیید شوې او سمپلونه‌یې تشخیص لپاره کابل ته راولېږل شول.

اوس د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې پېښو کې دوه‌یې منفي وې.

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال بیا په دغه ولایت کې د ملي ناروغیو د څارنې او په دې اړه د ځواب ورکونې د برخې د مسؤل ډاکتر احمد امیرنژاد په حواله وايي چې د دوشنبې د ورځې تر غرمې پورې په هرات کې په کرونا وایروس د اخته مشکوکو کسانو شمېر ۷ تنو تنه رسېدلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې د جدي روغتیايي تدابیرو خبره کوي، خو د خلکو همکاري هم اړینه ګني او ورنه غواړي چې لازم وقایوي تدابیر خپل کړي.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د دې وایروس د پېښو د زیاتېدو په صورت کې له نړېوالې ټولنې هم د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه زیاتوي: "زه له دې ځایه په نړیوالې ټولنې غږ کوم چې له موږ سره د دې وایروس د مخنیوي لپاره، د ډاکترانو د مجهز کېدو، د لازمو امکاناتو برابرېدو او عامه پوهاوي په برخه کې له موږ سره په ګډه کار وکړي."

د افغانستان امنیت شورا تېره ورځ له ایران سره د افغانستان هوايي او ځمکنی تګ راتګ هم د لنډې مودې لپاره بند او د یو شمېر جدي او وقایوي اقدامات‌یې اعلان کړل.

د ملي امنیت شورا ناسته
د ملي امنیت شورا ناسته

په دغو اقداماتو کې یو هم له ایران او پاکستان څخه د چرګوړو او هګیو نه‌واردول شامل دي.

کرونا وایروس له شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د چین په ووهان ښار کې پیدا شو او تر اوسه‌یې په دې هېواد کې له ۲۰۰۰ زیات کسان وژلي او شاوخوا ۷۰۰۰۰ نور کسان پرې اخته شوي دي.

د ایران په قم کې هم دغه ویروس تر اوسه ۸ کسان وژلي دي.

کرونا وایروس اوس‌مهال د نړۍ ۳۲ هېوادونو ته انتقال شوی دی.

XS
SM
MD
LG