د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د افغانستان د ملي امنیت شورا له ایران سره پر ځمکني او هوايي تګ راتګ بندیز ولګاوه


د افغانستان د ملي امنیت شورا د غونډې انځور
د افغانستان د ملي امنیت شورا د غونډې انځور

د افغانستان د ملي امنیت شورا افغانستان ته په کرونا ویروس د اخته کسانو د راتګ د مخنیوي په هدف ایران هېواد سره د لنډې مودې لپآره ځمکنی او هوايي تګ راتګ راتګ بند کړی دی.

په دې اړه د افغانستان د امنیت شورا په خبرپاڼه کې چې تازه خپره شوې راغلي، په هغه ناسته کې چې نن د ملي امنیت د مشاور حمدالله محب په مشرۍ په هېواد کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د اړوندو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ په اړه جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې په هېواد کې دننه د دې ویروس سره د مبارزې او له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د یاد ویروس د راتګ د مخنیوي په هدف له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات هم ودرول شي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې غونډه کې پر نورو لازمو اقداماتو هم خبرې وشوې.

د اعلاميې په حواله د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز دغې غونډې ته وویل، چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د ناروغانو د تشخیص، قرنطین او درمنلې په مرکز او ولایتونو کې بشپړ چمتوالی موجود دی.

اعلامیه وايي چې نوموړي دغې غونډې ته دا هم وویل چې، د دې ویروس سره د مبارزې لپاره باید د رسنیو، دیني عالمانو او مدني ټولنو له ادرسونو عامه پوهاوی زیات او خلکو ته وویل شي، چې په ورځ کې څو ځله په صابون لاسونه پرېمینځي، همېشه ماسکونه واغوندي او له غیر ضروري راغونډېدو ډډه وکړي ځکه دا ویروس له انسان څخه انسان ته د انتقال وړ دی.

اعلامیه زیاتوي، په هېواد کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په نننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونه به د ماسکونو د قاچاق په مخنیوي کې خپل فعالیتونه څو برابره زیات کړي او همداراز د دولت په خزانه کې د احتمالي اړتیا لپاره ځانګړې بودجه ریزرف شي.

اعلامیه دا هم وايي، چې په مرکز او ولایتونو کې د همغږۍ او فعالیتونو لپاره ځانګړې کمېټې جوړې او د عامه پوهاوي لپاره ملي کمپاین ژر تر ژره پیل شي.

دغه راز په اعلامیه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې قنسولي خدمات محدود کړي او له هغه هېواده وغواړي څو، د افغانانو د ایستلو (ډیپورټ) لړۍ ودروي.

د اعلامیې په حواله په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او کرهنې وزارتونو ته سپارښتنې وشوې، څو د راتلونکو ممکنه حالاتو لپاره د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د زیاتوالي لپاره چمتووالي ونیسي.

د ملي امنیت شورا وروسته له هغې یاده پرېکړه وکړه چې ​په هرات ولايت کې په کرونا ويروس د ۳ کسانو د اخته مشکوکې پېښې تائيد شوې دي.

د هرات د حوزوي روغتون د انتاني ناروغيو د څانګې مشر محمد ابراهيم بسيم نن ازادۍ راډيو ته وويل، دغه کسان په وروستيو کې له ايرانه راستانه شوي دي.

ښاغلي بسيم زياته کړه، دغه درې کسان د تشخيص لپاره کابل ته لېږل شوي، خو د معاينې نتايج يې لا معلوم نه دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې، سپمپولونه تر څېړنې لاندې دي او تر ۲۴ ساعتونو پورې به نتیجه اعلان شي.

هغه زیاته کړه: "د مشاهدې لاندې مو نیولي دي، سپمولونه اخیستل شوي کابل ته راستول شوي او نتیجه یې تر ۲۴ ساعتونو پورې معلومېږي."

بلخوا د هرات په اسلام کلا بندر کې د صحي مرکز مسوول نور احمد احمدي ويلي، هغه ٣٦ کسان چې په وروستيو کې د ايران له قُم ښار څخه راستانه شوي وو، د دوو اوونيو لپاره قرنطين شوي دي.

د ايران په قم ښار کې د کرونا ويروس د خپرېدو پېښې تر نورو سيمو زياتې وي.

کرونا ویروس لومړی ځل د چین په ووهان ښار کې پیدا او په بیا د هغه هېواد نورو ښارونو او یو شمېر هېوادونو ته خپور شو.

د افغنستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تېره ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي و چې د عامې روغتیا وزیر په دې اړه له بېلابېلو ارګانونو سره بیړنۍ غونډه کړې او روغتیايي ټيمونو ته یې دنده سپارلې چې جدې څارنه وکړي.

روغتیا پالان وايي،حکومت باید د نورو تدابیرو ترڅنګ د سرحد تړل هم د یو ممکنه اقدام په سترګه وګوري.

افغان حکومت تر دې مخکي اعلان کړی و چې د چین له ووهان ایالته افغان محصلین پلازمېنې کابل ته رالېږدوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ویلي چې، دوی په ایران کې د کرونا ویروس د پېښو له ثبتېدو وروسته یو ځل بیا په دې اړه غور کوي، څو دغه محصلین په خوندي ډول انتقال شي.

د راپورنو پر بنسټ ویل شوي چې تر اوسه له دېرشو په ډېرو هېوادونو کې خلک په دې ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG