د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۶ کسانو ته رسېدلی


د ایران د قُم ښار اوسمهال د کرونا ويروس مرکز بلل کېږي.
د ایران د قُم ښار اوسمهال د کرونا ويروس مرکز بلل کېږي.

د ایران د روغتیا وزارت پرون، د فبرورۍ په ۲۲مه د کرونا ویروس له امله د شپږو کسانو د مړیني خبر خپور کړ.

تر دې وړاندې په ایران کې څلور وګړي په کرونا ویروس مړه شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت د عمومي اړیکو د ادارې مشر کیانوش جهانپور پرون د ایران له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې لس نور وګړي هم په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي.

د جهانپور په وینا، په دې لسو کسانو کې اته په قُم کې او دوه په تهران کې پېژندل شوي دي.

له دې سره په ایران کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېږي چې ۶ تنه په کې مړه شوي دي.

کرونا ویروس د ډېسېمبر په میاشت کې د چین په وهان ولایت کې پیدا او له هغه ځایه نورې نړۍ ته خپور شو.

په ایران کې د ساري ناروغیو څارونکي له دې امله اندېښنه لري چې په ایران کې ډېر داسې کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې اصلاً چین ته نه دي تللي .

د ساري ناروغیو متخصص کامیار علايي پرون په دې اړه د ازادي اروپا او ازادي راډیو د ایران برخې، راډیو فردا ته له امریکا په مرکه کې وویل: "له ایرانه خپاره شوي ارقام له نورې نړۍ سره فرق لري ځکه په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو خبر د وګړو له مړینې سره سم اعلان شو او دا د اندېښنې وړ ده ځکه چې په کرونا ویروس اخته کسان وار له واره نه مري."

د علايي په وینا، د کرونا ویروس له امله د مړینې فیصدي په سلو کې دوه یا درې ده او له دې اټکل کېدای شي چې په ایران کې به د دوو او درې سوو ترمنځ وګړي په کرونا ویروس اخته وي.

هغه زیاته کړه چې په ایران کې د کرونا ویروس له امله داسې کسان مړه شوي چې اصلاً چین ته نه دي تللي نو په دې معنی ده چې هغوي په ایران کې له نورو کسانو دا ویروس اخیستی و.

کامیار علايي وویل چې د ده په باور په ایران کې چارواکي وختي لا پوهېدل چې کرونا ویروس هغه هېواد ته ورغلی خو له اعلانه یې ډډه کوله.

د ساري ناروغیو متخصص کامیار علايي
د ساري ناروغیو متخصص کامیار علايي

کامیار علايي زیاته کړه: "یوه اونۍ وړاندې اعلان وشو چې په قُم کې یو شمېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او بېرته خبر رد شو، وروسته بیا خبر خپور شو چې د روغتیا وزارت مرستیال ولسمشر ته لیک استولی او د کرونا ویروس له امله یې د دریو وګړو د مړیني رپوټ ورکړی خو وروسته دا خبر هم تکذیب شو، دا څرګندوي چې ایراني چارواکي مخکې لا خبر و چې ویروس ورغلی خو د خبر له اعلانه یې ډډه کوله."

د رپوټونو پر اساس، د ایران یو وګړی په کاناډا کې په کرونا ویروس اخته پېژندل شوی دی.

د کامیارعلايي په وینا، دا څرګندوي چې په ایران کې د وېروس خپرېدو د ګاونډیو هېوادونو لپاره هم خطر زیات کړی دی.

د ایران حکومت له خلکو غوښتنه کړې چې له سفره ډډه وکړي او په ځانګړي ډول یې د قُم ښار خلک له تګه منع کړي دي.

د ایران د قُم ښار اوسمهال د کرونا ويروس مرکز بلل کېږي.

په تهران اوګیلان کې هم د دې ویروس پېښې ثبت شوې دي.

د خلیج یو شمېر هېوادونو ایران ته ډیرې الوتنې درولې او سعودي عربستان هم خپل وګړي ایران ته له تلو منع کړي دي.

د ایران له ۳۱ ولایتونوپه لږترلږه پنځو کې یې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې شمېر یې ۲۸ ته رسېږي.

په عین حال کې د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه یي بهرنۍ رسنۍ تورنې کړې چې هڅه کوي د کرونا وژونکي ویروس له خپرېدو څخه په استفادې خلک بې زړه کوي چې په عمومي انتخاباتو کې ګډون وکړي.

خامنه یي ویلي چې دغه منفي تبلیغات څو میاشتې مخکې پیل شوې و او په تېرو دوو ورځو کې له انتخاباتو سره هغه د دغې ناروغۍ په پلمه ډېر پراخ شول.

د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه یي د رایې ورکولو پرمهال
د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه یي د رایې ورکولو پرمهال

خامنه یي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران په ډېرو ښارونو کې پرون او نن ښوونځي تړل شوي او په ډیرو ښارونو کې هم د یوې اوونۍ په مخه پوهنتونونه تړل شوي او سپورټي فعالیتونه درول شوي دي.

دغه راز فارس خبري آژانس د یوه چارواکي له قوله ویلي چې ایران خپل ګاونډ عراق کې په مذهبي مراسمو کې د خلکو ګډون ځنډولی دی.

په چین کې چې د کرونا ویروس سرچینه بلل کېږي، د دغه ویروس له امله د مړو شویو شمېر له ۲۳۰۰ تنو اوښتی او پر دې ویروس د اخته شویو کسانو شمېر نژدې ۷۷ زره کسانو ته رسېدلی.

په جنوبي کوریا کې د جمعې په ورځ د کرونا ویروس ۱۴۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره په دې هیواد کې د ټولو مثبتو پیښو شمېر۳۴۶ ته ورسېد.

ایټالیا لومړنی اروپایي هېواد دی چې پرون د دغه ویروس له امله په کې د یوه تن د مړه کېدو خبر ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG