د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

اردوغان د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پاکستان ته تللی


په اسلام‌اباد کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ښه راغلاست لپاره بنر "د پاکستان-ترکیې وروري دې ژوندۍ وي"
په اسلام‌اباد کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ښه راغلاست لپاره بنر "د پاکستان-ترکیې وروري دې ژوندۍ وي"

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د فبرورۍ په ۱۴مه، په اسلام‌اباد کې له ولسمشر عارف علوي، صدراعظم عمران خان او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره خبرې کوي.

اردوغان پرون اسلام‌اباد ته ورسېد.

له اردوغان سره پاکستان ته د ترکیې د حکومت یو شمېر چارواکي او د خصوصي شرکتونو مالکان هم ملګري دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اردوغان د دې سفر هدف د اسلام‌اباد او انقرې ترمنځ د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو پراختیا ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان صدراعظم عمران په اسلام‌اباد کې د لیدنې پر مهال.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان صدراعظم عمران په اسلام‌اباد کې د لیدنې پر مهال.

اردوغان به نن د پاکستان پارلمان ته وینا وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه به اسلام‌اباد ته په سفر کې د ګډو ګټو یو شمېر تفاهم‌لیکونه هم لاسلیک کړي، خو جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هغه هېواد صدراعظم، عمران خان او د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان به د اسلامي تفاهم د زیاتولو او د اسلاموفوبیا (د اسلام ضد افکارو) د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا نه‌دي ویلي چې هغوی به د اسلامي هېوادونو د مجموعې یا فورم پر پلان چې مخکې پاکستان ورڅخه وتلی و، خبرې کوي.

په اسلام‌اباد کې د ازادي راډیو خبریال ویلي چې اردوغان به د ترکیې او پاکستان د ستراتېژیک مشارکت د شپږمې عالي غونډې مشري هم کوي.

اسلام‌اباد ته د اردوغان تر تګ دوه میاشتې مخکې د ترکيې، پاکستان او مالیزیا مشرانو پر دې چې د اسلامي هېوادونو یو ګډ فورم یا مجموعه جوړه کړي او د انګلیسي ژبې یو ګډ ټلوېزیون جوړ کړي چې هدف به‌یې په غربي هېوادونو کې د اسلاموفوبیا (د اسلام ضد نظریې) پر ضد مبارزه وي.

په بریتانیا کې معترضان د اسلاموفوبیا په اړه د لاریون پر مهال "اسلاموفوبیا ازادي نه‌ده"
په بریتانیا کې معترضان د اسلاموفوبیا په اړه د لاریون پر مهال "اسلاموفوبیا ازادي نه‌ده"

رجب طیب اردوغان، عمران خان او د مالیزیا صدراعظم مهاتیر محمد دوه میاشتې مخکې په امریکا کې سره وکتل، پر جوړ کړي پلان‌یې خبرې وکړې او تعهد یې وکړ چې د راتلونکي ډسمبر په میاشت کې به د پلان د بشپړولو لپاره په کوالالامپور کې سره ګوري.

هغوي وویل چې هېڅ اسلامي هېواد به له دې مجموعې نه‌ایستل کېږي، خو د جرمني خبري اژانس په وینا، یو شمېر کسان په دې نظر وو چې ښايي د اسلامي همکاریو سازمان چې سعودي عربستان په‌کې برلاسی دی، تر سیوري لاندې کړي.

د رجب طیب اردوغان، حسن روحاني او د قطر د امیر تمیم بن حمد حضور چې د سعودي عربستان سخت منتقدان دي، د پلان په اړه د یو شمېر کسانو شک زیات کړ.

د ایران ولسمشر حسن روحاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تهران کې د لیدنې پر مهال.
د ایران ولسمشر حسن روحاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تهران کې د لیدنې پر مهال.

د جرمني خبري اژانس په حواله، عمران خان په وروستۍ شېبه کې د مجموعې یا فورم د مشرانو په لومړۍ غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه.

د راپورونو پر اساس، عمران خان د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان تر فشار لاندې په غونډه کې له ګډونه ډډه کړې وه.

عمران خان تېره میاشت کوالالامپور ته ولاړ او ویې‌ویل چې په هغه غونډه کې پر نه‌ګډون پښېمانه دي.

د مالیزیا صدراعظم مهاتیر محمد او د پاکستان صدراعظم عمران خان په مالیزیا کې د لیدنې پر مهال.
د مالیزیا صدراعظم مهاتیر محمد او د پاکستان صدراعظم عمران خان په مالیزیا کې د لیدنې پر مهال.

عمران خان وویل چې ځیني دوستانو ناسمې لارې ته برابر کړی و چې په یو ډول، شهزاده محمد بن سلمان ته اشاره بلل شوې وه.

XS
SM
MD
LG