د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۸۰۰ کسانو اوښتی


د چین په ووهان ښار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې یو روغتون. February 5, 2020
د چین په ووهان ښار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې یو روغتون. February 5, 2020

په چین کې په کرونا ویروس د مړو شمېر تر ۸۰۰ کسانو واوښت.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون نن یکشنبه وویل چې ٨٩ نور کسان پرون تر ډېره د چين په هوبې ولایت کې په دې ناروغۍ مړه شوي، چې دا په یوه ورځ په دې ویروس تر ټولو زیاتې مړینې دي.

له دې سره تر پرون ناوخته په چین کې په کرونا ویروس د مړو شمېر ٨١١ ته ورسېد.

دا وروستي ارقام په داسې حال کې خپاره شوي، چې د روغتيا نړيوال سازمان ويلي په وروستيو څلورو ورځو کې په هوبې ولايت کې وضعيت يو څه ثابت شوى، خو سازمان خبردارى ورکړى، چې د مړینو شمېر لا هم ممکن زيات شي.

له دې سره د کرونا په ويروس د مړو شمېر د سارس په ناروغۍ د مړو تر شمېر واوښت.

په چين کې په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ میلادي کلونو کې د سارس په ناروغۍ چې کرونا ته ورته وه، ۷۷۴ تنه مړه شوي وو.

د نړۍ په سطحه په سارس ناروغۍ ٨٠٠٠ کسان اخته شوي وو، چې ٨٠٠ کسان يې له کبله مړه شوي وو.

د نن ورځې د تازه ارقامو له مخې، په چین کې په کرونا ويروس د خلکو د اخته کېدو ۳۷ زره ٥٤٩ پېښې ثبت شوې دي.

خو د هوبې ولايت په مرکز ووهان کې چې دغه ويروس اول په کې کشف شو، خلک له سخت وضعيت سره مخامخ دي.

زياتره يې د ټرانسپورټي سيسټم د ګډوډېدو له کبله خپلې ورځنۍ اړتياوې نه شي پوره کولاى.

لا هم د بېلابېلو هېوادونو اتباع د چين په هوبې ولايت کې بند پاتې دي، چې په هغوى کې افغانان هم شته.

لا هم د بېلابېلو هېوادونو اتباع د چين په هوبې ولايت کې بند پاتې دي، چې په هغوى کې افغانان هم شته.
لا هم د بېلابېلو هېوادونو اتباع د چين په هوبې ولايت کې بند پاتې دي، چې په هغوى کې افغانان هم شته.

احمد مشعل جمالزى د هوبې ولايت په مرکز وهان کې افغان محصل دى، چې ازادۍ راډيو ته يې ويلي، د تېرې مياشتې له ٢٣مې نېټې قرنطين شوي دي.

هغه زیاته کړه: "له خپل دولت څخه غواړو چې ژر تر ژره موږ له دې ځايه انتقال کړي، که دلته د ويروس له کبله مړه نه شو، زيات امکان لري چې د رواني ستونزو له کبله مړه شو."

په چين کې د کرونا ويروس له کبله حکومت مجبوره شوى ځينې ښارونه بند کړي.

په هوبې ولايت کې ګڼ کسان د کرونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره له خپلو استوګنځيو د باندې نه شي راوتلاى.

په چين کې دې کار د ناروغۍ په وړاندې د دولت پر مبارزې د خلکو انتقادونه پارولي دي.

خلک هغه وخت لا غوسه شول، چې د کرونا ويروس افشا کوونکى ډاکټر لي وين ليانګ په همدې ناروغۍ مړ شو.

کرونا ويروس اول د وهان ښار د سمندري خوړو په يوه مارکېټ کې خپور شو، چې د عجيب و غريب حيواناتو غوښې په کې خرڅېدې.

XS
SM
MD
LG