د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د قزاقستان په قومي شخړو کې ۸ کسان وژل شوي


ژامبېل د قزاقستان له استانې ښاره چې د هغه هېواد تجارتي مرکز دی، یوازې ۱۳۰ کیلومتره واټن لري.
ژامبېل د قزاقستان له استانې ښاره چې د هغه هېواد تجارتي مرکز دی، یوازې ۱۳۰ کیلومتره واټن لري.

په قزاقستان کې د قومي تعصب پر اساس په خونړیو نښتو کې ۸ تنه وژل شوي او نږدې ۴۰ تنه زخمیان شوي دي.

نښته د هغه هېواد په جنوب کې د قزاقانو او هلته د مېشتو اقلیت مسلمانو چینایانو ترمنځ چې دونګان ورته ویل کېږي، شوې دي.

دا لا نه ده څرګنده چې د دواړو خواو ترمنځ اخ و ډب ولې پېښ شوی دی.

خو د دواړو ټولنو غړي د قزاقستان په جنوبي سیمه ژامبېل کې په څو کلیو کې سره نښتي دي.

ژامبېل د قزاقستان له استانې ښاره چې د هغه هېواد تجارتي مرکز دی، یوازې ۱۳۰ کیلومتره واټن لري.

د سیمې قهرجنو خلکو کورونو، موټرو او دکانونو ته اور اچولي دي.

د سیمې سل هاوو اوسېدونکي له وېرې ګاونډي هېواد قرغزستان ته تښتېدلي دي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف پرون د فبرورۍ په ۸مه، د خپلې کابینې غونډې ته وویل چې پولیسو وضعیت تر کنټرول لاندې راوستی دی.

توقایف وویل: "د سیمې خلک د شنبې په شپه په خپلو کې سره نښتي او مخربو کسانو له موقع سو استفاده کړې، خلک وژل شوي او تاوان ورته رسېدلی دی، وضعیت اوس زموږ د پولیسو په کنټرول کې دی، ایالتي چارواکي باید د دې پېښې له امله د نورو تاوان د رسېدو مخینوی او جدي اقدام وکړي."

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف

په پېښه کې یو شمېر ټپیان د قرغزستان او قزاقستان پر ګډه پوله د توک موک په نوم روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ژامبېل یوه اوسېدونکي خرسن شوباخونوف د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال ته په روغتون کې ویلي: "سخت یې وېرولي یوو، زه د خپلې کورنۍ امنیت ته اندېښمن وم، ځینو کسانو نا سم معلومات خپاړه کړي وو او له امله یې بې ګناه وګړو ته تاوان پېښ شو."

د قزاقستان د کورنیو چارو وزیر ایرلان تورګیمبایف پرون د هغه هېواد په پلازمېنه، نورسلطان کې خبریانو ته وویل چې په ژامبېل کې د پېښ شوي تاوتریخوالي په تړاو ۴۷ مشکوک وګړي نیول شوي دي.

د قزاقستان د کورنیو چارو د وزیر په وینا په سیمه کې ۳۰ کورونه او ۱۵ دوکانونه سوځېدلي او ۲۰ موټر هم تخریب شوي دي.

دا لا نه ده څرګنده چې په هغه سیمه کې مېشت قزاق او چینايي مسلمانان ولې سره نښتي دي.

خو د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د توکمیز تعصب او بدیو له مخې داسې نښتې بې ساري نه دي.

XS
SM
MD
LG