د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د قزاقستان په یوه ډيپو کې د چاودنو په اړه جنايي څېړنې پیل شوي


په قزاقستان کې یوه پوځي ډیپو June 24
په قزاقستان کې یوه پوځي ډیپو June 24

د قزاقستان ولسمشر وايي، په‌دې هېواد کې د مهماتو په یوه ډيپو کې د چاودنو په اړه جنايي تحقیقات پیل شوي دي.

په اریس ښار کې په‌دغو چاودنو کې دوه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

ولسمشر قاسم جومارت توقایف د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته امر وکړ چې د نورو چاودنو مخه ونيسي او ژمنه‌یې وکړه چې د دې پېښې عاملین به د قانون له مخې مجازات شي.

د قزاقستان صدراعظم عسکر مومن وويل، دوه کسان چې یو پوځي افسر و او بل ځايي اوسېدونکی، په‌دې پېښه کې مړه شوي دي.

چارواکو په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی او خوندي ځای ته د اریس ښارګوټي ۴۵ زره اوسېدونکو د انتقال امر یې کړی دی.

XS
SM
MD
LG