د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د بشري حقونو کمېسیون: بادغیس کې د هوايي برید قربانیان ملکي خلک دي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې د هوايي برید قربانیان ملکي خلک دي.

د کمېسیون ویاند، شکر الله مشکور پرون، د فبرورۍ په ۶ مه، ازادي راډیو ته وویل چې په بادغیس کې یې د بې پیلوټه الوتکې د وروستي برید په اړه څېړنه کړې او ورته څرګنده شوې چې ملکي خلک وژل شوي دي.

شکرالله مشکور وویل چې د دوی په راپور کې را غونډ شوي معلومات د بادغیس د عامې روغتیا ریاست هم تائید کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکر الله مشکور
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکر الله مشکور

شکرالله مشکور زیاته کړه: "متاسفانه، د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې پنځه کسان د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي چې څلور ماشومان دي او یوه ښځه ده، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تل په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې په هوايي بریدونو کې دقت وکړي څو ملکي خلکو ته تاوان ونه رسېږي."

په بادغیس کې چارواکو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د دې نوي رپوټ په اړه خبرې نه دي کړې.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي د تېرې شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې په مقر ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په کور کې ماین چاودلی او د هغه د کورنۍ ۶ غړي په کې وژل شوي دي.

خو د مقر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، عبدالوهاب ویلي و چې پر کور یې هوايي برید شوی او د هغه ۵ ماشومان او یوه ورېندار په کې وژل شوي دي.

هغه د اعتراض څرګندولو لپاره د مړو جسدونه د بادغیس مرکز قلعه نو ته وړي وو.

عبدالوهاب د ازادي راډیو خبریال ته په بادغیس کې ویلي و چې په یوه غیر دولتي اداره کې کارګر دی.

په بادغیس کې تر پېښې مخکې، د بلخ ولایت په یوه کلي، بوکه کې په هوايي برید کې د ملکي خلکو د وژل کېدو رپوټونه خپاره شوي و.

د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ګڼ شمېر خلکو د ملکي تلفاتو پر ضد د اعتراض څرګندولو لپاره لاریون وکړ.

د جنورۍ په ۲۵مه نېټه په بلخ ولسوالۍ کې ګڼ شمېر خلکو د ملکي تلفاتو پر ضد د اعتراض څرګندولو لپاره لاریون وکړ.
د جنورۍ په ۲۵مه نېټه په بلخ ولسوالۍ کې ګڼ شمېر خلکو د ملکي تلفاتو پر ضد د اعتراض څرګندولو لپاره لاریون وکړ.

اعتراض کونکو ویل چې په بوکه کې پر یوه کور په هوايي برید کې ۷ ملکي کسان وژل شوي دي.

په بلخ کې تر اعتراض وروسته د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او د ملي دفاع وزارت چارواکو وویل چې څېړنې کېږي.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

خو د څېړنو پایله لا نه ده څرګنده شوې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د فبرورۍ په ۴مه په خپل کلني رپوټ کې وویل چې ۲۰۱۹ میلادي کال په افغانستان کې د ملکي خلکو لپاره د نورو کلونو په پرتله، ډېر خونړی کال و.

په راپور کې لیکل شوي و چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې تر ۱۰ زره زیات ملکي افغانان په جګړه کې وژل شوي او زخمي شوي و.

خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي و چې په افغانستان کې تېرکال ملکي خلکو ته ډېر تاوان د وسله والو طالبانو په برید کې رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG