د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

مسعود اندرابي: د ۲۱ میلیونه فیره مهماتو د مصرف مخه مو ونیوله


د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز له‌خوا جوړه شوې غونډه
د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز له‌خوا جوړه شوې غونډه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې وزارت کې يې د اصلاحاتو په راوستو سره په یوه کال کې د ۴ میلیارده افغانیو د لګښت او ۲۱ میلیونه فیره مهماتو د مصرف مخه نیولې ده.

سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي چې دا اصلاحات تر ډېره ساختاري دي او له زیان‌پېژندنې وروسته د افغاني فکر سره برابر ترسره شوي دي.

ښاغلي اندرابي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۷» په کابل کې په یوه غونډه کې چې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز له‌خوا جوړه شوې وه وویل چې دا وزارت حساب ورکوونکی دی او د تېرو کلونو په پرتله په لوژستیکي لګښتونو او د مهماتو په مصرف کې یې کموالی راغلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي

ښاغلی اندرابي زیاتوي: "د کورنیو چارو وزارت ستونزو ته د رسېدنې لپاره د نوي نسل مشرتوب ته اړ وو. موږ وتوانېدو چې د اعاشې په برخه کې شاوخوا ۴ میلیارده افغانۍ کمې مصرف کړو. موږ سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ډېر جنګ وکړ، خو ۲۱ میلیونه فیره مهمات مو کم مصرف شول."

مسعود اندرابي دغه‌راز وایي چې د پولیسو په روزنه کې ښه‌والی راغلی، لوړو پوسټونو ته‌يې ګمارنه د وړتیا له مخې کېږي، د جرمونو د مخنیوي لپاره اقدمات شوي، د ټکنالوژۍ په کارولو کې ډېروالی راغلی او پولیس تر ډېره غیر سیاسي شوی.

د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په خبره، د پولیسو په څلور کلن پروګرام کې چې اصلاحي اقدامات، روزنه، د وړتیاوو زیاتېدل، د قوانینو تنفیذ او نورې برخې په‌کې شاملې دي دوام لري.

په ورته وخت کې یو شمېر امنیتي کارپوهان وایي چې د اصلاحي کارونو ترسره کېدل ډېر وخت ته اړتیا لري او ستونزو ته د رسېدنې لپاره لازمه ده چې ځیني بېړني اقدامات هم وشي.

د امنیتي چارو پوه ظاهر عظیمي
د امنیتي چارو پوه ظاهر عظیمي

له دې ډلې جنرال ظاهر عظیمي ازادي راډیو ته وویل: "ساختاري بدلونونه تل ډېر وخت ته اړتیا لري. زما په باور باید په دوو برخو کې کار وشي. یعنې یوه دا چې ستونزو ته په بېړه رسېدنه وشي او دوهم دا چې ساختاري اصلاحات ترسره شي ترڅو د اوږدمهاله امنیت لپاره اساسي بدلونونه رامنځته کړي."

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې د اصلاحاتو د راوستو خبره کوي چې لاهم د اصلاحاتو د څرنګوالي او په کابل او ولایتونو کې د پولیسو د کړنو په اړه انتقادونه موجود دي.

خلک وایي چې پولیس په فساد کې لاس لري، په سمه توګه قوانین نه‌عملي کوي او له عامو خلکو، مظنونینو او تورنو کسانو سره‌یې چلند په ډېرو مواردو کې سم او مسلکي نه‌دی.

XS
SM
MD
LG