د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

په ایران کې د څو خبریالانو پر کورونو امنیتي ځواکونو چاپه اچولې


د ایران عدلیې وزارت
د ایران عدلیې وزارت

د خبریالانو د ساتنې نړیواله کمېټه وایي چې د ایران امنیتي ځواکونو د څو خبریالانو له کورونو کمپیوټرونه، ټیلیفونونه او د هغوی نور وسایل ورسره وړي دي.

د خبریالانو د ساتنې نړیواله کمېټه وایي چې د ایران امنیتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په خلکو کې د وېرې او ترهې د خپرېدو لپاره د یو شمېر خبریالانو پر کورونو چاپه اچولې ده.

د خبریالانو دې کمېټې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د راپورونو او له موضوع د یوه باخبره کس په استناد د دې پېښو یادونه کړې ده او څرګندوي چې سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د مِزیار خسروي، یاسمن خالقیان، مولود حاجي‌زاده او یغما فخشمي کورونه په تهران کې پلټلي دي.

د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې نېښان
د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې نېښان

سرچینې وایي چې د دې تېري پر مهال امنیتي ځواکونو د خبریالانو اسناد او تجهیزات ګرځولي دي.

د خبریالانو د ساتنې نړیواله کمېټه وایي، د دې پلټنو پر مهال څوک نه‌دي نیول شوي او چارواکو د دې کورونو د پلټنو لپاره کوم امنیتي دلیل نه‌دی وړاندې کړی.

د خبریالانو د ځپلو دا اقدامات په ایران کې له پارلماني ټاکنو مخکې شوي. ټاکل شوې ده چې دا انتخابات د فبرورۍ په ۲۱مه ترسره شي.

د خبریالانو د ساتنې د کمېټې د افریقا د شمال او د منځني ختیځ د برخې د چارو همغږه کوونکی شریف منصور وایي، د خبریالانو پر کورونو چاپه تر انتخاباتو مخکې دا معنی لري چې چارواکي غواړي بحثونه او خبرې اترې غلې کړي او انتقاد کوونکي ووېروي.

ښاغلی منصور زیاتوي که چېرته ایراني چارواکي غواړي چې داسې ښکاره کړي چې د دغه هېواد انتخابات ازاد او بې‌پرې دي، نو دوی باید خبریالانو ته اجازه ورکړي چې له وېرې او ترهې پرته کار وکړي.

په ایران کې پر ټولنیزو رسنیو بندیز
په ایران کې پر ټولنیزو رسنیو بندیز

ښاغلي منصور د ایران له چارواکو وغوښتل چې د خبریالانو پر کورونو له یرغل څخه لاس واخلي او کوم وسایل، لکه لپ ټاپ، موبایل ټیلیفونونه، کتابچې او نور شیان چې یې د وروستیو چاپو پر مهال ګرځولي دي هغه بېرته خبریالانو ته ورکړي.

یو تن چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې ته ویلي دي چې د سپاه پاسداران ځواکونو څلورو سره خبریالانو ته چې کورونه‌یې ورپلټلي دي، ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به د نورو تحقیقاتو لپاره له دوی سره په تماس کې شي.

XS
SM
MD
LG