د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۵۹

'امریکا له طالبانو نوې غوښتنې کړي'


د طالبانو په بیان کې نور وضاحت نه دی ورکړ شوی او دا یې نه ده څرګنده کړې چې امریکا کومې نوې غوښتنې کړې دي.
د طالبانو په بیان کې نور وضاحت نه دی ورکړ شوی او دا یې نه ده څرګنده کړې چې امریکا کومې نوې غوښتنې کړې دي.

ایا د امریکا متحده ایالاتو د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره د موافقې د لاسلیک لپاره خپل شرایط بدل کړي؟

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوولسم وار لپاره په دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره د سولې یوې موافقې ته رسېدو لپاره خبرې کوي.

د جنوبي اسیا د چارو امریکايي څارونکي بارنټ روبین له ازادي راډیو سره په مرکه کې تېره اونۍ وویل چې د طالبانو او امریکا د سولې په موافقه کې منل شوې چې طالبان به له ۷ تر لسو ورځو تشدد را کموي، د موافقې د لاسلیک په ۱۳۵ ورځو کې به د امریکا د پوځيانو شمېر ۸۵۰۰ ته را کمېږي، د موافقې تر لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې به د طالبانو استازي د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې کوي.

بارنټ روبین تائید کړه چې طالبان او امریکا د موافقې لاسلیک ته ډېر نږدې شوي او څرګنده یې کړه چې بین الافغاني خبرې به په ناروې کې کېږي.

خو وسله والو طالبانو پر خپله وېب پاڼه په یوه نوي بیان کې، له دې کبله چې امریکا سره له دې چې هغوي د سولې د موافقې لپاره د تشدد د کمولو ژمنه کړې وه، نوې غوښتنې ورڅخه کړې له شکایته ډک بیان یې خپور کړی دی.

د طالبانو په بیان کې نور وضاحت نه دی ورکړ شوی او دا یې نه ده څرګنده کړې چې امریکا کومې نوې غوښتنې کړې دي.

د اسوشیتد پرس په حواله، وسله والوطالبانو د تېرې پنج شنبې په ورځ په دې بیان کې ویلي چې واشنګټن هسې وقت ضایع کوي او دا چې د تشدد د کمولو تعبیر له خلیلزاد سره خبرې متاثره کړې دي.

د طالبانو له لوري دا بیان د هغوی له پخوانیو خبرو سره توپیر لري.

تېره اوونۍ د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي و چې له امریکا سره د سولې د موافقې لاسلیک ته نږدې شوي دي.

سهېل شاهین ویلي و چې ښايي د جنورۍ د میاشتې تر پایه دا موافقه لاسلیک کړي.

د طالبانو له لوري د نوي ګیله مند بیان په اړه د خلیلزاد دفتر لا رسماً څه نه دي ویلي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تبصره نه ده کړې.

خو امریکا له طالبانو سره په شرایطو کې څه ډول بدلون راوستی دی؟

ازاد خبریال سمع الله یوسفزي چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سیاسي استازو د خبرو او مذاکرو له جریانه معلومات لري، د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل:

"ویل کېږي چې د امریکا هیئت په غوښتنو کې تغیر او تبدیل راغلی. داسې ویل کېږي چې امریکایان وايي چې موږ داسې د تشدد کموالی یا اوربند غواړو چې هغه دوام وکړي، تردې علاوه، دا هم ویل کېږي چې امریکایان وايي که امریکاییان او طالبان د امریکايي ځواکونو د وتلو قرارداد کوي، په هغه کې به هم شرایط وي. شرطونه به دا وي چې طالبان باید له افغان سیاسیونو او د افغانستان له حکومت سره یوې جوړې ته ورسېږي او کوم پرمختګ چې په افغانستان کې شوی، ډیموکراسي پرمختګ کړی باید له منځه ولاړ نه شي، نو له دې امله طالبان سخت ناراض دي او وايي چې کوم شرایط چې خلیلزاد غوښتل هغه د دوی لپاره واضح وو او هغه یې ومنل خو خلیلزاد له خپلې وعدې واوښت او نور شرایط یې کېښودل."

د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ قطر کې یوولس پړاوه خبرې شوې دي.
د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ قطر کې یوولس پړاوه خبرې شوې دي.

د وسله والو طالبانو دا وړاندیز چې تشدد به کموي د افغانستان حکومت هم کافي نه دی بللی.

د افغانستان حکومت مکرراً ویلي چې طالبان باید په بشپړ ډول اوربند اعلان کړي بیا حکومت خبرې ورسره کوي.

په دې اړه د عفوې نړیوال سازمان پرون، د جنورۍ په ۲۴مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې د تشدد د کمولو وړاندیز یوه بې مفهومه او مسخره خبره ده.

د عفوې نړیوال سازمان وویل چې د تشدد هېڅ اندازه اوحد د منلو وړ نه دي.

د عفوې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د چارو مرستیال، عمر وړایچ ویلي چې په داسې یوه بحراني حالت کې چې پر ملکي خلکو حملې کېږي دا خبره بې مفهومه ده چې د تشدد اندازه به کمه شي.

عمر وړایچ وويل، د امریکا متحده ایالات او د افغانستان طالبان باید د جګړې قوانینو ته متعهد وي او پر ټولو ملکي افغانانو حملې باید بندې شي.

XS
SM
MD
LG