د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې په اړه غربي کارپوهان څه نظر لري؟


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب چارواکو سره د لیدنې پر مهال.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په قطر کې له طالب چارواکو سره د لیدنې پر مهال.

تمه ده چې د امریکا او طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ په موافقه‌لیک کې داسې موارد شامل وي چې په افغانستان کې روانه اوږده جګړه ورسره ختمه شي.

داسې اټکل کېږي چې د امریکا او طالبانو استازي به موافقه په قطر کې لاسلیک کړي او له افغانستانه به د نږدې ۱۳ زره امریکايي عسکرو د وتلو مهال‌وېش هم وسره څرګند شي.

یوه بله مسئله چې له دې توافق سره تړلې ده، د افغانستان د حکومت او وسله‌والو طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ مذاکرو د پیل امکان دی.

ازادي راډیو پر دې مسئله له امریکايي څېړونکي بارنټ روبین سره مرکه کړې ده.

بارنټ روبین له څو لسیزو راهیسې د افغانستان او پاکستان سیاسي حالات او د اسیا د جنوب په دې هېوادونو کې د امریکا د بهرني سیاست بېلابېل اړخونه څاري.

بارنټ روبین په دې باور دی چې سره له دې چې په هېڅ ځای کې د سولې د بهیرونو د بریالیتوب ضمانت مخکې له مخکې نه‌شي کېدلای، خو په قطر کې د افغانستان د جګړې د پاي ته رسولو لپاره په توافق کې ځیني مهمې مسئلې شاملې دي.

امریکایی کارپوه بارنټ روبین
امریکایی کارپوه بارنټ روبین

ښاغلي روبین وویل: "د توافق تر لاسلیک وروسته، په لومړۍ ورځ، طالبان مؤظف دي چې له القاعده سره خپل ارتباط به بشپړ ډول پرې کړي او د داعش پر ضد وجنګېږي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیلېږي، د تشدد اندازه کمېږي او د افغانستان له حکومت سره خبرې په لومړیو ۱۰ ورځو کې پیلېږي."

دغه امریکايي کارپوه وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو د سیاسي دفتر ترمنځ د موافقې د لاسلیک په ۱۰ ورځو کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې بین‌الافغاني خبرې پیلېږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ولسمشر دفتر مکرراً ویلي چې د تشدد کموالی کافي نه‌دی او یوازې په دې شرط له طالبانو سره خبرې کولای شي چې هغوی مخکې له مخکې اوربند اعلان کړي.

د بارنټ روبین په وینا، د امریکا او طالبانو په موافقه‌لیک کې منل شوې چې تر لاسلیک وروسته به په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکمېږي.

خو په افغانستان کې د تحلیل‌ګرانو د شبکې غړی، توماس روتیګ باور څرګندوي چې سولې ته رسېدلو لپاره منزل اوږد دی.

توماس روتیګ ازادي راډیو ته وویل: "دا موافقه د افغانستان لپاره نه‌ده، په دې باید وپوهېږو. امریکا او طالبان په دوو یا درېیو مسئلو موافقه کوي، هغه هم ځانګړې مسئلې لکه دا چې طالبان تضمین ورکړي چې له ترورېزم سره ارتباط پرې کوي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي او ښايي د تشدد کمول. طالبانو واضح ویلي چې پر اوربند خبرې نه‌کوي. البته، دا موافقه هم څارنې او تضمین ته اړتیا لري."

توماس روتیګ ازادي راډیو ته وویل: "دا موافقه د افغانستان لپاره نه‌ده، په دې باید وپوهېږو."
توماس روتیګ ازادي راډیو ته وویل: "دا موافقه د افغانستان لپاره نه‌ده، په دې باید وپوهېږو."

خو امریکايي څارونکي، بارنټ روبین ویلي چې که طالبان په هغو ۱۳۵ ورځو کې چې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به روان وي، په کړې وعده عمل ونه‌کړي، امریکا به د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ ودروي.

بارنټ روبین نه‌دي ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې جزئیات‌یې له کومه ترلاسه کړي دي. امریکايي چارواکو یا طالبانو هېڅ لوري هم تر اوسه د موافقه‌لیک د جزئیاتو په اړه چا ته څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG