د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

جاپان له امریکا سره د اسیا پاسیفیک سیمه کې د رول زیاتېدو په لټه کې دی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جاپان صدراعظم د جاپان صدراعظم شینزوابې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جاپان صدراعظم د جاپان صدراعظم شینزوابې

د جاپان صدراعظم ژمنه وکړه چې له متحده ایالاتو سره به په ګډه د اسیا پاسیفیک په سیمه کې د خپل هېواد رول پراخ کړي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې ژمنه وکړه چې له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په چوکاټ کې به په بهرنۍ فضا او سایبري فضا دواړو کې د خپل هېواد رول ته پراختیا ورکړي.

ښاغلي ابې دغه څرګندونې د جاپان او متحده ایالاتو ترمنځ پرون (یکشنبه) د هغه تړون د ۶۰مې کلیزې د لمانځلو په مناسبت وینا کې وکړې چې په اساس‌یې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي اتحاد رامنځته شوی دی.

دغه تړون د ابې نیکه نوبوسوکې کیشي چې هغه وخت د جاپان صدراعظم و، د ۱۹۶۰ میلادي کال د جنورۍ په ۱۹مه په واشنګټن کې د امریکا د وخت له ولسمشر دوایټ ایزنهاور سره لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې په لسګونه زره امریکایي پوځیانو او امریکایي جنګي کښتیو ته اجازه ورکړل شوه چې په جاپان کې ځای پر ځای شي.

متحده ایالاتو یې هم پر ځای دا مسؤلیت اخیستی چې پر جاپان د حملې په صورت کې د دې هېواد ساتنه کوي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې دغو مراسمو ته په پرانیستونکې وینا کې وویل: "موږ اړیکو ته دومره پراختیا ورکړې چې جاپان او متحده ایالات به یو د بل ساتنه کوي چې په دې توګه مو اتحاد لا پیاوړی کوي."

هغه زیاته کړه: "وړاندې دا په موږ پورې تړلې چې دغه تړون لا پیاوړی کړو څو د بهرنۍ او سایبري فضا دواړو د امنیت او سولې د خوندي کولو لپاره هغه یو اساس وګرځوو."

جاپان او متحده ایالات د ستراتېژیک شراکت ۶۰مه کلیزه داسې مهال لمانځي چې واشنګټن پر توکیو فشارونه زیات کړي چې د مالي لګښتونو ډېر بار ته اوږه ورکړي او هم د اسیا پاسیفیک په سیمه کې خپل دفاعي رول پراخ کړي څو متحده ایالات وکولای شي چې خپل حضور کم کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړون د ۶۰مې کلیزې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې دې ته په پام سره چې امنیتي فضا تغییر مومي او نوي چلنجونه مخې ته راځي، دا مهمه ده چې ترمنځ‌یې اتحاد لاپیاوړی او ژور شي.

ټرمپ زیاته کړه، دی ډاډه دی چې راتلونکې میاشتې او کلونه به د دوی ګډ امنیت لپاره د جاپان ونډه زیاته شي او دغه اتحاد به مخ په وړاندې لاړ شي.

د جاپان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون چې هغه ته د سړې جګړې د وخت د تړون په سترګه کتل کېږي، د دې لپاره شوی و چې د اسیا پاسیفیک په سیمه کې د امریکا پراخ حضور ته زمینه برابره شي څو د شوروي د ګواښونو مخه ونیسي.

له کله چې شوروي اتحاد له‌منځه تللی، واشنګټن او توکیو دغه تړون په نوې بڼه تعریف کړي او ویلي یې دي چې د چین او شمالي کوریا له‌خوا نویو ګواښونو ته په پام هغه د سیمې د ثبات او سوکالۍ د ساتنې لپاره یو اساس دی.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د جاپان اساسي قانون نوی تفسیر کړ چې له مخې یې دا هېواد کولای شي د خپل ځان او د خپلو متحدینو د دفاع لپاره له ځواکه کار واخلي.

ابې همدا شان د جاپان دفاعي بودجه زیاته کړې او ویلي یې دي دې ته اړتیا ځکه ده چې د چین او شمالي کوریا د میزایلو د ګواښونو مخه ونیول شي.

له کله چې درې کاله مخکې ډونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه دنده پیل کړې، له هغې راهیسې جاپان د «اف-۳۵» جټ الوتکو په ګډون د امریکایي ګرانو وسلو پېرل زیات کړي او هغه د دې ښکارندويي کوي چې توکیو هڅه کوي له واشنګټن سره په سوداګرۍ کې هغه کسر راکم کړي چې له امریکا سره په دوه اړخیزه سوداګري کې یې لري.

XS
SM
MD
LG