د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د ناټو سرمنشي: د پیکنګ ظهور د ناټو تړون پر امنیت اغېز لري


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

ناټو وایي، چین ورنږدې کېږي او د پیکنګ ظهور د ناټو تړون پر امنیت اغېز لري.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ د استرالیا په سیډني ښار کې د لووې په نوم د نړیوالې ستراتیژۍ په تحقیقاتي انسټیټیوټ کې وویل: ناټو تړون په سنتي ډول د پخواني شوروي اتحاد د سړې جګړې په ترڅ کې او وروسته بیا پر روسیې تمرکز درلودلی، خو هغه څه چې لیدل کېږي، دا دي چې د چین ظهور زموږ پر امنیت اغېز لري، یو څه له دې کبله چې چین رانږدې کېږي، موږ هغوی (چین) په شمالي قطب او افریقا کې وینو.

د ښاغلي سټولټنبرګ په خبره، د اروپایې هېوادونو په بنسټیزو پانګونو او هم په مجازي فضا کې د چین حضور ډېر پراخ لیدل کېږي.

ښاغلي سټولټنبرګ په لووې انسټیټیوټ کې دغه راز وویل، په داسې حال کې چې چین پر عصري پوځي وړتیاوو چې پر ناټو تړون مستقیم اغېز لري، پانګونه کوي، له استرالیا، نیوزیلنډ او په اسیا پاسیفیک سیمه کې چې جاپان او جنوبي کوریا هم پکې شاملېږي، له ناټو سره د مشارکت پیاوړتیا ډېره مهمه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د چهارشنبې په ورځ مخکي تر دې چې اوهایو او تکزاس ایالتونو ته سفر وکړي، په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: زموږ په هېواد کې وضعیت ډېر ښه دی، خو په چین کې وضعیت ښه نه دی، که سوداګرۍ ته وګورۍ، چین د اګست په شپږمه په لومړي ځل اعتراف وکړ چې د اسعارو په چارو کې یې لاسوهنه کړې، زرګونه شرکتونه له چین څخه وځي، زموږ په هېواد (امریکا) کې وضعیت ښه دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا په دې وروستیو کې له روسیې سره د منځني واټن توغندیو د کنټرول له تړونه رسماً ووتله.

د ای اېن اېف تړون په ۱۹۷۸ کال کې د روسیې او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې تړونه د وتلو پر وخت وویل چې له روسیې سره د یوه بل تړون لاسلیک ته لېواله دی چې چین به هم پکې شامل کړي.

چین د امریکا د ولسمشر دا وړاندیز رد کړ چې له واشنګټن او مسکو سره د وسلې د محدودولو په یوه بل تړون کې ورګډ شي.

د چین او امریکا ترمنځ لانجې وروسته له هغه ډېرې شوې چې واشنګټن وویل، د چین پر محصولاتو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ګمرکي تعرفې ډېروي او په همدې اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو ډېره نتیجه نه ده لرلې.

XS
SM
MD
LG