د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

په زابل کې د برښنا شرکت د کارکوونکو وژل کېدو غبرګونونه راپارولي


په زابل کې د پنجشنبې په ورځ د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د برښنا شرکت څلور افغان او یو پاکستانی کارکوونکي ووژل شول.
په زابل کې د پنجشنبې په ورځ د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د برښنا شرکت څلور افغان او یو پاکستانی کارکوونکي ووژل شول.

د افغانستان په جنوبي ولایت زابل کې د برښنا شرکت د پنځو کارکوونکو وژل کېدو د حکومتي چارواکو، خلکو او بهرنیو ډیپلوماتیکو استازوليو منفي غبرګونونه راپارولي دي.

په زابل کې د پنجشنبې په ورځ د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د برښنا شرکت څلور افغان او یو پاکستانی کارکوونکي ووژل شول.

د دغې پېښې دوه قربانیان له یوې کورنۍ دي، ۶۵ کلن ښاېسته ګل او ورسره یې ۲۸ کلن زوی عبدالطیف دواړه ووژل شول او د کورنۍ پاتې غړي یې په ماتم ناست دي.

د ښایسته ګل یو بل زوی محمد بشیر وایي، پلار او ورور یې د برښنا شرکت مسلکي کارکوونکي وو.

هغه وویل: "د برښنا شرکت د ارزونې په برخه کې یې کار کاوه، هغوی په کندهار ولایت کې په یوه سیمه کې له اتو کلونو راپدېخوا کار کاوه چې د ماین په چاودنې کې شهیدان شول، ورور مې ۲۷ یا ۲۸ کاله عمر درلود او پلار مې ۶۵ کلن وه."

د برښنا شرکت چارواکو تائید کړې چې، تېره اوونۍ د پنجشنبې ورځ، په زابل کې د ماین چاودنې د دوی پنځه کارکوونکي وژلي او څلور نور ټپیان کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت پر خپلې ټویټر پاڼې دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې وژل شویو کسانو د افغانستان میلیونونو اوسېدونکو ته د برښنا پر جوړولو بوخت وو.

عام خلک هم د دغې پېښې په غندنې سره وایي، د جګړې ښکېلې غاړې باید هغه کسان چې خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو بوخت دي، هدف ونه ګرځوي.

د کابل ښار دوه اوسېدونکو عبدالجمیل او سید ګلاب زوی.

"هغه کسان چې د هېواد او کورونو د روښنايۍ په برخه کې کار کوي، وژل یې سم کار نه دی. دوی خلکو ته د خدمت لپاره کار کاوه، موږ د دا شان پېښو له عاملینو غواړو چې نور دا شان کسان و نه وژني."

"خلک باید د برښنا برخې کارکوونکو نه ملاتړ وکړي، برقیانو سره یې څه کار دی؟ که برقیان نه وي نو برښنا هم نشته، دوی باید ونه ګواښل شي"

خو د برښنا شرکت چارواکي وايي، وژل شوي کسان د زابل ولایت شهر صفا سیمه کې د ارغندي ـ کندهار برښنا مزي د پروژې پر ترمیم اخته وو.

د برښنا شرکت د عملیاتي څانګې مشر محمد ناصر احمدي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ښايي چې هدف د دوی کارکوونکي نه وه.

"دا ماین له وړاندې په سیمه کې ځای پر ځای شوی و. سره له دې چې د ماین پاکۍ ټیم له مخکې سیمه څارلې وه، خو له بده مرغه چې ښایي دا ماین له سروې پاتې و او یا هم په سیمه کې تازه ځای پر ځای شوی و، د دې لپاره چې موږ تل په دې لاره په کار بوخت یو. خو مخکې داسې پېښه نه وه رامنځته شوې، د برښنا شرکت ګمان دا دی چې دا ماین زموږ د کارکونکو لپاره ځای پر ځای شوی نه وه."

خو په کندهار کې د برښنا شرکت مسوولین وايي، چې د دغې پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG