د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۹

د څېړونکي پلاوي غړی: د آمر ستار وژنه بېلابېل پیچلي سیاسي اړخونه لري


غوربندي له څلورو نورو کسانو سره د جدي په ۱۵مه د کابل ښار په خیرخانه کې د ملي امنیت سرتېرو په عملیاتو کې ووژل شو.

د یوه پخواني جهادي قومندان او عبدالستار غوربندي پرضد د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو حقیقت موندونکي پلاوي ځینې غړي وايي چې د نوموړي وژنه سیاسي اړخ لري.

غوربندي له خپل زوی او درېیو نورو کسانو سره د جدي په ۱۵مه د کابل ښار په یوولسمه حوزه خیرخانه سیمه کې د ملي امنیت ۹۹۹ ځانګړې ضربتي قطعې په عملیاتو کې ووژل شو.

ولسمشر اشرف غني د پېښې په سبا یوه پلاوي ته دنده ورکړه چې موضوع حقیقت معلوم کړي.

په دې پلاوي کې د پارلمان څلور وکیلان، د غوربندي د کورنۍ غړي او د کابل د شمالي سیمې دوه اوسېدونکي شامل دي چې له حکومتي استازو سره په ګډه یې پرون خپل کار پیل کړ.

ددغه پلاوي غړی او په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی حبیب الرحمن افغان وايي، د آمر ستار وژل سیاسي اړخ لري.

ښاغلي افغان ازادي راډیو ته وویل: "دا قضیه بېلابېل پیچلي سیاسي اړخونه لري. دا پېښه د عملیاتو پرمهال ښکاره بې غوري څرګندوي. مونږ ګورو چې په ځنیو ارګانونو کې یوشمېر خود غرضه کسان شته چې غواړي د بې ګناه خلکو په وژلو سره د ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي."

عبدالستار غوربندي د جمعیت اسلامي پخواني قومندان و چې په تېرو ټاکنو کې یې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې ملاتړ کاوه.

ددغه ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح وړاندې ویلي چې غوربندي د 'پېچلې دسیسې او تېرایستونکو اطلاعاتو' له امله د ملي امنیت ځواکونو وژلی. هڅه مو وکړه په تړاو د ملي امنیت نظر هم واخلو، خو ددغې ادارې مسئولانو له خبرو کولو ډډه وکړه.

د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د آمر ستار زوی عبدالاحد، د هغه خوریي وحیدالله او د هغه د ترور زوی حاجي عبدالحفیظ غوربندي چې دی یې د شپې مېلمه و، له خپل زوی عظیم الله غوربندي سره ووژل شول.

د ټاکل شوي پلاوي یو بل غړی او په ولسي جرګه کې د کاپیسا استازي اقبال ساپي ازادي راډيو ته وویل، د څېړنو نتیجه به ډير ژر د رسنیو له لارې اعلان شي.

ښاغلي صافي وویل: "هیڅ معلوماتو به له رسنیو پټ نه وي، هرڅه به په جدي اوشفاف ډول څيړل کېږي. که چېري دا قصدي عمل وي او یا غفلت شوی وي، هر څه چې وي، موږ یې له خلکو سره معلومات شریکوو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ایوب سالنګي چې دی هم د حقیقت موندونکي پلاوي غړی دی، ازادي راډیو ته وویل چې پلاوي تېر ماښام خپله لومړنۍ ناسته وکړه او دوی ډاډه دي چې "د پلاوي غړي هڅه کوي څو د پېښې اصلي اړخ ته ځان ورسوي."

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو وړاندې هم ورته عملیات کړي چې ځینې یې له پراخو اعتراضونو سره مخ شوي.

څو میاشتې وړاندې یې په ننګرهار ښار کې د شپې مهال عملیاتو کې د یوې کورنۍ څلور وروڼه ووژل. حکومت د هغې پېښې د پلټنې لپاره هم یو پلاوی وټاکه، خو لا یې هم وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې.

XS
SM
MD
LG