د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

سرخط: په کابل کې خلک په یوه موبایل وژل کېږي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په قطر کې د سولې خبرو اترو بیا ځلې پیل، له فساد سره مبارزې او په کابل ښار کې د جنايي پېښو په زیاتوالي لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې قطر ته د زلمي خلیل‌زاد د رسېدو په تړاو سرمقاله خپره کړې ده.

وړاندې راغلي، د افغانستان په لویو ښارونو کې د جنګ او تشدد د کموالي په تړاو د طالبانو د رهبرۍ توافق ظاهراً د سولې هوکړې پر سر خبرو ته فرصت برابر کړی دی.

په سرمقاله کې راغلي، دوحه کې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د مذاکراتو له جریان څخه با خبره سرچینه وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک په تړاو د مذاکراتو پیل لپاره قطر ته رسېدلی دی.

دنیا ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، دغه مذاکرات په رسمي ډول نه‌دي پیل شوي، خو دې ډلې ته نږدې سرچینې وايي، ممکن د دوشنبې په ورځ خبرې بیا پیل شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که څه هم طالب استازي له خپلو مشرانو سره د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په تړاو د مشورو لپاره پاکستان ته تللي وو او ظاهراً د تاوتریخوالي کمېدو لپاره د طالبانو تصمیم هیلې ډېرې کړي، خو په سیمه کې تازه تحولاتو دغه مذاکرات تر سيوري لاندې راوستي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، په کابل کې خلک په یوه موبایل وژل کېږي.

وړاندې راغلي، کابل د هغو ولایتونو له ډلې یو دی او ښایي د ټولو په سر کې راشي چې ډېری وسله‌والې غلاوې، ترورونه او نور جنایتونه په‌کې کېږي.

د سرمقالې په یوه برخه کې راغلي، جنایتکاران په رڼا ورځ په عام محضر کې پر خلکو وسله‌وال یا د چړو برید کوي خو هېڅ‌څوک نه‌شته چې د دغو سور سترګو مخه ونیسي.

سرخط ورځپاڼې همدارنګه لیکلي، که له یوې خوا په دې وروستیو څو میاشتو کې په کابل ښار کې د ترهګرو ځانمرګي بریدونه او چاودنې کمې شوي له بلې خوا بیا د جنايي جرمونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې موجودې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي، د اشرف غني حکومت له لومړۍ ورځې یو تند تبلیغاتي کمپاین دا پیل کړ چې نور به د فساد پر خلاف مبارزه کوي او جنګسالاران به نه بلل کېږي.

خو وړاندې راغلي، په تېرو پنځو کلونو کې دا هر څه ډېر سرچپه ثابت شول او حکومت تر اوسه پورې ۱۵ میلیارده افغانۍ د افغانستان بانک له دې ذخیرې څخه اخیستي او دا دی د لس میلیارده نورو افغانیو غوښتنه‌یې هم کړې.

ویسا ورځپاڼې لیکلي، ملي شورا باید په دې مسئله کې خپل ملي مسئولیت رفع کړي ځکه په وینا یې دا یوه لویه جفا ده چې حکومت دې له داسې ملي ذخیرې څخه پیسې اخلي ځکه په هغو کې د هر افغان حق دی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، دا سمه ده چې ولسمشر صلاحیت لري، خو دغه صلاحیت مشروط هم دی او د فساد سره د ولسمشر مبارزه او یا د فساد د جزیرو د نه پاللو ژمنې او لاپې څومره درواغ ثابتې شوې.

XS
SM
MD
LG