د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

کابل یو شمېر ښاریان: د جنايي جرمونو د پېښو زیاتوالي اندېښمن کړي یوو


ارشیف
ارشیف

کابل ښاریان وايي، په دې ورستیو کې د جنايي جرمونو پېښې زیاتې شوې، چې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

علي سینا مظفري په ماشومتوب کې د مور او پلار له سیوري بې برخې شو، څلور وروڼو په ډېرې خوارۍ تر پوهنتون ورساوو.

نوموړی د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د دریم کال محصل و، چې یو کال تعجیل یې واخیست او د افغانستان امریکايي پوهنتون کې یې زده کړې پیل کړې.

خو وسله والو غلو د ده د لوړو زدکړو په ارمان علي د خاورو ډېرۍ واړولې او د یو مبایل او لپ ټاپ کمپیوټر لپاره یې وواژه.

د مظفري د کاکا زوی محمد ضیا مظفري د نوموړي د مرګ کیسه داسې کوي: "تېره شپه علي سینا له پوهنتون نه راغی، ماته یې زنګ وواهه چې سرک ته رسېدلی یم، ورته مې وویل درشم ویل یې نه اوس کور ته رسېږم، شپږ دقیقې وروسته یې راته زنګ وواهه چې زه غلو په چاقو ووهلم، زه چې راغلم، غله تښتېدلي و، په دغه کوڅه کې چې علي سینا یې وهلی، څو غلاوې شوي."

قدیر مظفري د غلي سینا ورور چې دی ورته په کوچنیوالي کې یتم پاتې شوی و وايي، ځوانیمرګ ورور مې نړۍ ارمانونه له ځانه سره ګورته یوړول.

نوموړی له دولت غواړي چې د ورور قاتلین یې ونیسي.

هغه زیاته کړه: "د خبرو توان نه لرم، زه له اړندو ارګانونو غواړم چې په هېواد په ځانګړې توګه په کابل کې امنیت ټینګ کړي، مونږ نن یو علي سینا له لاسه ورکړ، که د امنیت غم ونه خوړل شي، لسګونه نور به هم له لاسه ورکړو.

کابل ښاریان وايي، چې له ماښام وروسته د غلو او مجرمینو له ډاره له کوره د باندې نه شي راوتلای.

دوی وايي، چې د امنیتي ارګانونو د نه پاملرنې له امله هره شپه په کابل ښار کې غل خلک لوټي او که یې مقامت وکړ وژني یې.

بل خوا د افغانستان د کورنیو چاروو وزارت که څه هم د د روانې جدې میاشتې د قتلونو او غلاو په اړه معلومات نه ورکوي خو وايي، چې یوازې په تېرې قوس میاشت کې په کابل ښار کې ۲۳۰ جنايي پېښې کشف شوې، چې په تړاو یې ۲۴۱تنه نیول شوي او په دوی کې ۳۳ یې قاتلین دي.

د کابل امنیې قومنداني په کابل ښار کې د جرایمو زیاتوالی مني خو وايي، یوازې په تېرو پنځلسو ورځو کې د غلاوو، اخلاقي فساد او قتل په تور دوی ۴۳ تنه نیولي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي: "په ټول توان هڅه کوو، چې د دغې پېښې عاملین ونیسو، پېښه تر پلټنې لاندې ده، ډېر ژربه قاتلین ونیول شي، د کابل امنیتي ټیم له جرایمو سره ټینګه مبارزه کوي، له خلکو غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې له پولیسو سره مرسته وکړي."

کابل ښاریان وایي، کله چې پولیس تورن کسان ونیسي، نو ډېر ژر له بنده خلاصیږي، چې دې کارغله نور هم زړه ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت دغه خبره نه مني او وايي، چې دوی له غلو سره قانوني چلند کوي.

XS
SM
MD
LG