د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د کابل ښاریان: پولیس په کابل کې د جنایي جرکونو په مخنیوي کې پاتې راغلي


د کابل ښار په یوه جنایي پېښه کې د وژل شوي مصطفی د جنازې موټر
د کابل ښار په یوه جنایي پېښه کې د وژل شوي مصطفی د جنازې موټر

د کابل ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د جنايي جرمونو او په تېره د خلکو پر وژنو اندېښنې ښيي او وايي چې پولیس د جرایمو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

کابل ښاریان وايي، په دغه ښار کې جنايي جرمونه، وژنې، سړي تښتونې او غلاګانې ډېرې شوي او پولیس يې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

سید حسین او برات علي ازادي راډیو ته وویل:

"دیارلسمه او اتلسمه حوزې تر ټولو ناامنې دي، داسې شپه او ورځ نه شته چې زموږ په اړونده سیمه کې قتل او غلا نه وي شوي."

"جرمونه دومره د اندېښنې وړ دي چې خلک ډا‌ډه نه شي کولی چې له یوه کوره بل ته لاړ شي، پولیس هغه مهال قاتلان نیسي چې په یوه دروازه ترې ننوځي او له بلې وځي."

د کابل ښار یو اوسېدونکی مصطفی هغه مهال په چاکوګانو ووژل شو چې له ښوونځي رخصت شوی او کور ته روان و.

دده د تره زوی ډاکتر حسین ازادي راډیو ته وویل، دغه وژنه د پولیسو حوزې ته نږدي وشوه، خو دده په خبره، پولیس د پېښې ځای ته نیم ساعت وروسته ورسېدل.

دی وایي:

"پلار ېې زنګ وواهه چې لاړ شه زما زوی جنګ کړی، زه چې د ګولايي له لارې د حوزې شاته ورسېدم، ګورم چې مصطفی پر ځمکه پروت دی، ومې لید چې چاقو یې په زړه لګېدلی، روغتون ته چې ورسېدو، ساه یې ورکړې وه."

د مصطفی خپلوان
د مصطفی خپلوان

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد وايي، د مصطفی د وژونکو د موندلو او نیولو هڅې روانې دي.

د مصطفی د کورنۍ د غړو په څېر ژړاګانې کله کله د کابل ښار په نورو سیمو کې هم اورېدل کېږي او خلک یې لامل تر ډېره حده جنايي جرمونه ګڼي چې د کابل ښاریان ځوروي.

په کابل کې د مصطفی وژنه لومړۍ پېښنه نه ده، بلکې په یوه میاشت کې ورته نور جرمونه هم ترسره شوي دي.

په دې وروستیو کې د حوت په میاشت کې یوه شپږ کلنه نجلۍ سړي تښتوونکو لومړی تښتولې او بیايي وژلې وه.

د کورنیو چارو وزارت پرته له دې چې په دغه ښار کې د جنايي جرمونو شمېرې وړاندې کړي، وايي چې په کابل ښار کې جنايي جرمونه د پخوا په پرتله لږ شوي دي.

د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي

"د کابل ښار امنیت ته جدي تدابیر نیول شوي، د پولیسو په ډېرو حوزو کې د جرایمو کچه ټیټه شوې، په خواشینۍ سره چې په ځینو حوزو کې اوس هم ستونزې شته، د کورنیو چارو وزارت اړوندو ارګانونو او په تېره امنیې قوماندانۍ ته سپارښتنه کړې چې په پاتې حوزو کې د ستونزو هوارولو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي."

سره له دې چې د کابل ښار ځیني اوسېدونکي د جنايي جرمونو د کموالي په اړه د پولیسو ژمنې نمایشي ګڼي، خو د کورنیو چارو وزارت مخکې له دې د پولیسو د یو شمېر حوزو مسؤلین بدل کړي او پر ځای يې نوي کسان ګمارلي دي.

دغه وزارت ویلي چې که د پولیسو د حوزو مسؤلین د ناامنیو کمولو ته جدي اقدامات ونه کړي، له دندو به لېرې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG