د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

د کابل ورځپاڼو طالبانو ته د سولې خبرو لپاره د حکومت د اوربند پر شرط تبصرې کړي


د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د افغانستان د حکومت له‌خوا طالبانو ته د شوي یو میاشتني اوربند د شرط اېښودو او ترڅنګ‌یې د داعش ډلې د فعالیت په اړه د راپورته شویو اندېښنو په اړه لیکنې خپرې کړې دي.
د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د افغانستان د حکومت له‌خوا طالبانو ته د شوي یو میاشتني اوربند د شرط اېښودو او ترڅنګ‌یې د داعش ډلې د فعالیت په اړه د راپورته شویو اندېښنو په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د افغانستان د حکومت له‌خوا طالبانو ته د شوي یو میاشتني اوربند د شرط اېښودو او ترڅنګ‌یې د داعش ډلې د فعالیت په اړه د راپورته شویو اندېښنو په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې "طالبان به د حکومت د سولې وړاندیز ومني" تر سرلیک لاندې لیکلي، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له درېدو وروسته، افغان حکومت طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو د پیل لپاره، یوه نوې طرحه وړاندې کړه چې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه موضوعات په‌کې ځای شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، داسې ښکاري چې اوس د افغانستان حکومت د سولې په اړه پیاوړی او مناسب دریځ لري او هیلې شته که وړاندیز شوی پلان‌یې عملي شي، تل‌پاتې سوله راتلی شي.

د ورځپاڼې له قوله، که وسله‌وال طالبان له دې فرصته هم ګټه وانه‌خلي او د پاکستان په څېر د نورو هېوادونو په خبرو عمل وکړي، دا طلايي چانس به هم له لاسه ورکړي او افغانستان به د اور په دې بلو لمبو سوځېدلی پاتې شي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې هم د سولې په اړه د افغانستان د حکومت وړاندیز شوې طرحه را اخیستې او لیکي، که طالبان اوربند ومني، روښانه به شي چې سولې ته څومره ژمن دي. د سرمقاله لیکونکي له قوله، اوربند کولای شي چې تل‌پاتې سولې ته زمینه برابره کړي او تاوتریخوالی په بې‌ساري ډول راکم کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، اوربند به نه‌یوازې دا چې د سولې ور پرانیزي، بلکې دې ته به هم لاره هواره کړي چې وسله‌وال طالبان ثابته کړي چې خپلواک دي.

  • دنیا

دنیا نادولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندېښنه ښوولې او لیکي، د فاریاب په څلورو ولسوالیو کې د دې ډلې د یو شمېر کورنیو له ځای پر ځای کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، یو شمېر سیمو کې مذهبي اړیکې دې ته زمینه برابروي چې د سیمې خلک د داعش غږ ته لبیک ووايي او ځای ورکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، که موږ دا فکر وکړو چې داعش ډله پردۍ ده او په افغانستان کې ځای نه‌لري، تېروتي یو، ځکه که دا فکر سم وی، داعش ډلې له اوله نه‌شوی کولای چې افغانستان ته لاره پیدا کړي.

د ورځپاڼې له قوله، داعش ځکه افغانستان ته لاره پیدا کړه چې ځینو سیمو کې ورته فکري زمینه برابره وه او په دې برخه کې د همدې سیمو ملا امامانو پراخه همکاري کړې ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا کابل کې جنايي پېښو، غلاوو او وژنو ته اشاره کړې او لیکي، کابل په یوه بې‌پوښتنې ښار بدل شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، ورځ تر بلې د کابل ښار دننه او ترې شااوخوا جنايي جرمونه زیات شوي، خو سره له دې چې امنیتي او دفاعي ځواکونه‌یې په علتونو پوهېږي په دې برخه کې یې جدي ګام نه‌دی پورته کړی.

د ورځپاڼې له قوله، دا ضعیف عمل د خلکو د مال او ځان په بیه تمام شوی او نږدې هره ورځ په دې ښار کې داسې یوه پېښه کېږي چې بوږنوونکې او وېرونکې وي.

XS
SM
MD
LG