د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

ځینې وکیلان: افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او حضور ته اړتیا لري


د ولسي جرګې انځور. ارشیف
د ولسي جرګې انځور. ارشیف

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس هم د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او په دغه هیواد کې حضور ته اړتیا لري.

له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکايي چاواکو له څرګندونو سره هم مهاله د افغانستان دولسي جرګې دفاعي کمېسیون وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته اوس هم اړتیا شته.

ددې جرګې د دفاعي کمېسیون مرستیال غلام ولي افغان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له مرستې او ملاتړ پرته د افغانستان د امنیت د ټینګښت په برخه کې له ستونزو سره مخ کېدای شي.

هغه وویل: "د امریکايي ځواکونو شتون اوس مهال په افغانستان کې یو لازمي امر دی، د دې لپاره چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د تکتیک او تجهیزاتو له اړخه مرستې ته اړتیا لري، تر کومه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له نظامي اړخه لازمه توانايي پیدا نه کړي د امریکايي ځواکونو حضور په افغانستان کې حتمي ګنل کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، ترکومه چې ډاډ تر لاسه نشي چې افغانستان د بیا ځلې لپاره د ترهګرو په امن پټنځاینو نه بدلیږي امریکايي پوځیان په دې هېواد کې پاتې کیږي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر.

خو له دې وړاندې ښاغلي اسپر ویلي وه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور له کمېدو سره ستونزه نه لري.

هغه همداراز ویلي وه چې، حاضر دی د سولې له هوکړه لیک وړاندې او یا هم د هغې د نه لاسلیک کېدو په صورت کې په افغانستان کې خپل عسکر کم کړي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکي چې له افغان حکومت سره به هغه مهال مخامخ خبرې پیل شي چې امریکا د خپلو ټولوعسکرو د وتلو په اړه هوکړه لاسلیک کړي.

پوځي کار پوه میرزا محمد یارمند وايي، ترکومه چې امریکا د افغانستان د وضیعت په اړه ډاد ترلاسه نه کړي خپل عسکر نه باسي.

هغه زیاته کړه: "امریکا هر شیبه په نړۍ کې خپلې مخالفې پدیدې څاري او د خپلو سټراټېژیکو سرچینو په اړه معلومات ترلاسه کوي، که چې ډاډه شي چې د امریکا پر وړاندې ګواښونه موجود دي له دغه هیواد څخه وتلو ته به لیواله نه وي، هغه اوږدمهاله پروګرامونو ته په پام سره چې امریکا یې په افغانستان او د سیمې په کچه لري، په اسانۍ سره له افغانستان نه وځي."

امریکا په افغانستان کې اوس مهال له ۱۳ تر ۱۴ زره پورې عسکر لري او تازه یو شمېر امریکايی چارواکو ویلي، چې له افغانستان څخه به خپل ۴ زره عسکر وباسي.

افغان چارواکو مخکې تر دې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه لپاره په دغه هیواد کې د امریکايي عکسرو شتون ته اړتیا ده خو ټینګار یې کړې چې د ۴۰۰۰ عکسرو واېستل د دغه دغه هیواد په جګړه اغېز ونه کړي.

XS
SM
MD
LG