د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۷

اوکراین د روسیې د ګازو پر نل لیکې د امریکا د احتمالي بندیز هرکلی کړی

"نورډ سټریم ۲" نل لیکه د دې ظرفیت لري چې په کال کې ۵۵ میلیارد متر مکعبه طبیعي ګاز له روسیې څخه د بالتیک سمندرګي له لارې جرمني ته ولېږدوي.
"نورډ سټریم ۲" نل لیکه د دې ظرفیت لري چې په کال کې ۵۵ میلیارد متر مکعبه طبیعي ګاز له روسیې څخه د بالتیک سمندرګي له لارې جرمني ته ولېږدوي.

اوکراین د روسیې د ګاز پر سترې نل لیکې "نورډ سټریم ۲" د امریکا له لوري د بندیز د امکان هرکلی کړی دی.

دغه نل لیکه د روسیې ګاز پرته له دې چې د اوکراین په خاوره کې تېر شي، د بالتیک سمندرګي له لارې جرمني ته لېږدوي.

د امریکا د سنا مجلس او د استازو جرګې کمېټو د ډسمبر په ۹مه، موافقه وکړه چې پر "نورډ سټریم ۲" د بندیزونو لایحه د امریکا د ملي دفاع د اجراتو قانون ته و زیاته کړي. دا به د پروژې د بشپړېدو لپاره خنډ پېښ کړي.

د روسې د ګاز دا نل لیکه ۱۲۳۰ کیلومتره ده.

"نورډ سټریم ۲" نل لیکه د دې ظرفیت لري چې په کال کې ۵۵ میلیارد متر مکعبه طبیعي ګاز له روسیې څخه د بالتیک سمندرګي له لارې جرمني ته ولېږدوي.

د نل لیکې ۸۰ فیصده کار بشپړ شوی دی او پاتې برخه به یې د راتلونکي کال په پېل کې بشپړ شي.

د اوکراین حکومت مکرراً اندېښنه څرګنده کړې چې روسیه به د دې پروژې له لارۍ په اروپا کې خپل اقتصادي اوسیاسي نفوذ زیات کړي. اوسمهال د روسیې طبیعي ګاز د اوکراین له لارې اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

که چیرې روسیه د ګاز دوهمه نل لیکه بشپړه کړي، اوکراین به هر کال ۲ ملیارد ډالر تاوان وکړي ځکه اوکراین د روسیې د ګاز له ټرانزیته پېسې ګټي. "نورډ سټریم ۲" له اوکراینه نه تېرېږي.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي دفتر نن پر ټوېټر ولیکل چې هېواد یې د امریکا له کانګرسه مننه کوي چې پر "نورډ سټریم ۲" د بندیزونو په ملاتړ کې یې ۳۳۷ موافقې رایې ورکړې دي.

د ولادیمیر زېلېنسکي دفترپر ټوېټر لیکلي چې دا یوه سیاسي پروژه ده چې په اروپا کې د انرژۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.

د اوکراین صدراعظم الکسي هونچاروک هم د امریکا په کانګرس کې شوی حرکت ښه خبر بللی دی.

واشنګټن مخکې خبرداری ورکړی و چې "نورډ سټریم ۲" به د روسیې پر ګازو د اروپا اتکا زیاته کړي او مسکو ته به موقع ورکړي چې خپل پوځي فعالیتونه او پر اوکراین فشارونه زیات کړي.

د امریکا د استازو مجلس او سنا به د دې میاشتې په پاي کې رایګیري وکړي.

د امریکا د سنا جمهوري غوښتونکي غړي، ټډ کروز چې پر "نورډ سټریم ۲" د بندیزونو د لایحې ملاتړ یې کړی، ویلي چې یوازې د نړۍ څو کمپنۍ داسې ټکنالوژي لري چې د سمندر په تل کې د ګاز نل لیکې جوړولائ شي او په دې کې یوه هم روسۍ نه ده.

د ټډکروز په وینا، دا په دې معنی ده چې که چېرې نړیوال شرکتونه مجبور شي چې د امریکا د بندیزونو له لایحې سره سم عمل وکړي، کرېملن به د "نورډ سټریم ۲" د بشپړولو په برخه کې له جدي مشکل سره مخامخ شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG