د اوکراین جمهور رئيس ولادیمیر زيلينسکي ویلي چې د روسیې د ګاز نل لیکه "نورد سټورم۲" به روسیه پیاوړې او اروپا کمزورې کړي.
زيلينسکي پرون د اکټوبر په ۳۱مه په کیيف کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره وکتل.
هغه وروسته خبري غونډه کې وویل چې "نورد سټورم ۲" یوازې یوه اقتصادي مسئله نه ده، بلکې سیاسي اهمیت لري.
د ډنمارک حکومت د چهارشنبې په ورځ تأیید کړه چې د روسیې د انرژۍ دولتي شرکت "ګاز پروم" ته یې اجازه ورکړه چې د ګاز د جنجالي شوې نل لیکې "نورد سټورم ۲" یوه برخه د هغوی په اوبو کې تېره کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي پرون د ډنمارک د دې اقدام په اړه په غبرګون کې وویل: "زموږ له نظره، دا یوازې د نورد سټورم ۲ د بشپړولو یا د انرژۍ د امنیت مسئله نه ده، بلکې یوه جیوپولیتکي مسئله ده، زه صادقانه وایم چې دا به روسیه پياوړې او اروپا کمزورې کړي."
زيلينسکي وویل: "که زما په لاس کې وای، ډنمارک به موافقه نه کوله."
نورد سټورم ۲ د روسیې ګاز پرته له دې چې د اوکراین په خاوره کې تېر شي، په بالتیک سمندرګي کې جرمني ته لېږدوي.
د روسې د ګاز دا نل لیکه ۱۲۳۰ کیلومتره ده چې د دې نل لیکې ۱۴۷ کیلومتره برخه به د ډنمارک په اوبو کې تېره شي.
د اوکراین حکومت مکرراً اندېښنه څرګنده کړې چې روسیه به د دې پروژې له لارې پر اروپا کې خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ زیات کړي.
واشنګټن هم له دې پروژې سره مخالفت کړی دی.
واشنګټن خبرداری ورکړی چې دا پروژه به د روسیې پر ګاز د اروپا اتکا زیاته کړي او مسکو ته موقع ورکوي چې پوځي فعالیتونه او پر اوکراین فشارونه زیات کړي.