د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

اصغر افغان بېرته د کرکټ لوبډلې کپتان شو، ګلبدین نایب یې مخالفت کړی


اصغر افغان به په درېیو واړو فارمټونو (ټیسټ، شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو) کې د افغانستان د لوبډلې مشري کوي. هغه وړاندې هم د شاوخوا څلورو کلونو لپاره د افغانستان د لوبډلې کپتان و.
اصغر افغان به په درېیو واړو فارمټونو (ټیسټ، شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو) کې د افغانستان د لوبډلې مشري کوي. هغه وړاندې هم د شاوخوا څلورو کلونو لپاره د افغانستان د لوبډلې کپتان و.

د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان یو ځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ټاکلی، خو دغې پرېکړې ځینې مخالفتونه هم راپارولي دي.

پخواني کپتان ګلبدین نایب په څرګنده د دې پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د هغه تر مشرۍ لاندې به لوبه ونه کړي. له دې وړاندې راشد خان د افغانستان د لوبډلې مشر و.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي نن (قوس ۲۰مه) په یوه خبري غونډه کې وویل؛ د اصغر د کپتانۍ پرېکړه د بورډ د غواروي کمېټې په مشوره شوې ده.

ښاغلي یوسفزي وویل، د افغان پر وړتیاوو باور لري او د هغه په مشرۍ به لوبډله ښې بریاوې ولري.

که څه هم هغه د کپتان بدلولو دلایلو په ګوته نه کړل، خو ویې ویل چې راشد تر ډېره نړیوالو لیګونو کې مصروف وي.

"سر له ننه زموږ د اتلانو نوی لوبډلمشر به اصغر افغان وي. راشد خان به ورسره مرستیال وي، دا پرېکړه په دې خاطر نه ده چې راشد خان لوبډلمشري نه شي کولای، بلکې راشد زموږ ښه لوبغاړی دی. بله خبره داده چې راشد خان په نړیوالو سوداګریزو لیګونو کې ډېر مصروف وي."

اصغر افغان به په درېیو واړو فارمټونو (ټیسټ، شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو) کې د افغانستان د لوبډلې مشري کوي. هغه وړاندې هم د شاوخوا څلورو کلونو لپاره د افغانستان د لوبډلې کپتان و.

نوموړي وویل، کوشش به وکړي د اسیا کپ او په شل اوریز نړیوال جام کې ښې لاسته راوړنې ولري.

اصغر افغان وویل: "لوبډلمشري دروند بار دی، ځکه چې موږ د ایشیا کپ سیالۍ په مخ کې لرو. دغه شان شل اوریزه نړیوال جام لرو. دا دواړه جامونه د افغانستان لپاره ډېرې مهم دي، نو هڅه به مو دا وي چې کرکټ بورډ په ما کوم باور کړی زه به هغه سرته ورسوم."

پخواني کپتان ګلبدین نایب په څرګنده د کرکټ بورډ د پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د هغه تر مشرۍ لاندې به لوبه ونه کړي.
پخواني کپتان ګلبدین نایب په څرګنده د کرکټ بورډ د پرېکړې مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د هغه تر مشرۍ لاندې به لوبه ونه کړي.

دا په روان میلادي کال کې د افغانستان د ملي لوبډلې درېیم کپتان دی چې د نامعلومو دلایلو له امله بدلیږي.

خو پخواني کپتان ګلبدین نایب د کرکټ بورډ د پرېکړې مخالفت کړی. نایب ویلي، ترڅو چې افغان د کرکت کپتان وي، دی به په ملي لوبډله کې ونه لوبېږي.

نوموړي چې پر خپلې فیسبوک پاڼې یې په ژوندۍ بڼه خبرې کولې اصغر افغان تورن کړ چې "په تېر نړیوال جام سیالیو کې یې ډلې جوړې کړې وي او د لوبو بایلل کېدو اصلي عامل دی."

نایب د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو تر پیلېدو څو ورځې وړاندې د اصغر افغان پرځای د افغانستان د کرکټ لوبډلې کپتان وټاکل شو.

اصغر افغان تراوسه د نایب د تورونو اړه څه نه دي ویلي. افغانستان د کرکټ په تېر نړیوال جام کې چې ګلبدین نایب یې مشري کوله، خپلې ټولې لوبې وبایللې.

د افغانستان د ملي لوبډلې تر کمزوري فعالیت وروسته، کرکټ بورډ راشد خان د نوي کپتان په توګه اعلان کړ.

کرکټ پوه یاسر خوګياڼی وايي، په لږ وخت کې په بیړه د کپتان بدلون پر لوبډلې او لوبغاړو منفي اغېز لري.

ښاغلي خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، کرکټ بورډ باید د لوبډلمشر لپاره ځانګړي معیارونه ولري او د هماغه معیارونو په اساس باید لوبډلمشر وټاکی.

هغه وویل، د کپتان لپاره دا هم مهمه ده چې انګلیسي یې زده وي، خو د افغان انګلیسي نه ده زده او عمر یې هم زیات دی او همداراز په لوبه کې د هغه پر کارکردګۍ هم نیوکې شته.

XS
SM
MD
LG