د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

سرور دانش لیکوال حلیم تنویر قومي او نژادي تعصب ته په لمن وهلو تورن کړ


د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني سلاکار محمد حلیم تنویر د وروستیو جنجالي څرګندونو په وړاندې په دې هېواد کې غبرګونونه مخ پر زیاتېدو دي.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په غونډه کې د خبرو پر مهال که څه د حلیم تنویر نوم وانه خیست خو هغه یې په افغانستان کې قومي او نژادي تعصبونو ته په لمن وهلو تورن کړ.

ښاغلي دانش وویل: "یو څوک چې د روشنفکرۍ، لیکوالۍ او سیاست ادعا لري او یو عمر یې په غرب کې ژوند کړی او د فرانسې له انقلاب او د بيان له ازادۍ خبرې کوي، خو د افغانستان د خلکو لپاره د نفرت نسخه ترتیبوي او قومي او نژادي کینې او جاهلي تعصباتو ته لمن وهي او د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ تفرقه جوړوي او حتی د [سیاسي] څېرو فزیکي حذف او د هویتونو لمنځه وړل مطرح کوي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني سلاکار او لیکوال محمد حلیم تنویر تېره ورځ په جرمني کې د وزیر محمد ګل خان مومند په یاد په جوړه شوې غونډه کې د "ملي یووالي لپاره"د قومونو ترمنځ ودونو ته اشاره وکړه او ویې وویل، که دی صلاحیت ومومي نو د هزاره لورګانې د پښتنو زامنو ته ودوي.

هغه وویل: "که زه واک ته ورسېدم، د قومونو اختلاط رامنځته کوم. ... ختموم یې. زه تاسو ته وایم چې باید افغانستان متحد شي او ملي یووالی احیا شي، زه نه پرېږدم چې نور څوک د قوم په نوم راپورته شي."

د ښاغلي تنویر دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه راوپارول او هغه یې یوه قوم ته په "سپکاوي او تبعیض" تورن کړ.

نوموړي دغه شان وویل چې د قومي اختلافاتو د لمنځه وړلو لپاره باید قومي مشران له منځه یوړل شي.

ښاغلي تنویر د "ملي یووالي لپاره" د قومونو ترمنځ ودونو ته په اشارې ویلي، که دی صلاحیت ومومي نو د هزاره وو لورګانې د پښتنو زامنو ته ودوي.
ښاغلي تنویر د "ملي یووالي لپاره" د قومونو ترمنځ ودونو ته په اشارې ویلي، که دی صلاحیت ومومي نو د هزاره وو لورګانې د پښتنو زامنو ته ودوي.

ښاغلی تنویر په ځانګړي ډول د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند د مشر محمد محقق او دغه شان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم نومونه اخیستي چې باید منزوي شي تر څو د خلکو ترمنځ برابري رامنځته شي.

په همدې حال کې په ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمرهم همدې څرګندونو ته په اشارې پر خپل فیسبوک لیکلي؛ افغانستان یو اقلیت لري، دا هغه اقلیت دی چې د فکري انزوا په دلیل يې په درواغو ځان غوره والی او ځان غوښتنې ته مخه کړې ده.

وحید عمر دغه شان لیکلي دي چې د دغه ډول خلکو د هیڅ ډول قوم او ژبۍ استازولي نه کوي.

له دې وړاندې د دولت ساز ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال او د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح هغو څرګندونوهم ډېرغبرګونونه راوپارول چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې د یوه غړي مولوي حبیب الله حسام خبرې یې افشا کړې.

ښاغلي صالح لیکلي و چې هغه د هزاره توکمو په پوزې ملنډې وهلي، خو مولوي حسام وویل چې د ناستې له یوه غړي سره یې ټوکې کړې دي.

ښاغلي صالح وروسته په دې تړاو د خبرو له امله بخښنه وغوښته.

نږدې درې کاله وړاندې د افغانستان د چارو ادارې د څارنې او ارزونې برخې مرستیال ثواب الدین مخکښ هم په تبعیضي چلند تورن شوی وو چې د ولسمشر غني له خوا له دندې ګوښه او قضیه يې څارندوالۍ ته لاړه.

ښاغلي مخکښ ته منسوب یوه غیررسمي سند کې راغلي و چې څنګه په مختلفو برخو کې ډېر پښتانه کارکوونکي ځای پرځای شي.

ښاغلی مخکښ وروسته په دوه کاله تعلیقي حبس محکوم شو.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون غړي او ویاند د ښاغلي تنویر څرګندونې وغندلې.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون غړي او ویاند د ښاغلي تنویر څرګندونې وغندلې.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د حلیم تنویر څرګندونو ته په اشارې وايي، حکومت باید دغه ډول خلک تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي، تر څو په هېواد کې قومي او ژبني تعصب ته لمن وهونکو کسانو ته سزا ورکړل شي.

د دې کمیسیون ویاند شکرالله مشکور ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ټولې هغه څرګندونې چې د افغانستان د قومونو ترمنځ د کرکې لامل ګرځي، په کلکو ټکو غندي. له حکومته مو غوښتنه ده چې دغه ډول قضیې د قانوني لارو نه تعقیب کړي، که چېرې دغه موضوعاتو ته پام ونه شي، نو په راتلونکې کې به د قومونو ترمنځ د کرکې تخم وکرل شي."

تېره ورځ د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم د حلیم تنویر څرګندونې غندلې وې او غوښتنه يې کړې وه چې باید د افغانستان حکومت په رسمي ډول له نوموړي څخه د دغه ډول څرګندونو پوښتنه وکړي.

خو ښاغلي تنویر له خپلو وروستیو څرګندونو دفاع کړې او پر خپل فیسبوک يې لیکلي دي چې هدف يې د افغانستان د قومونو ترمنځ د یووالی پیاوړتیا ده او دی باور لري چې په افغانستان کې ټول قومونه یو برابر حقوق لري.

XS
SM
MD
LG