د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

نړیوالو ورځپاڼو پر افغانستان د سولې تړون اغېزو ته کتنه کړې


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نړیوال بانک په حواله لیکلي چې افغانستان به د سولې تر تړون وروسته هم میلیاردونو ډالرو ته اړتیا ولري.

ورځپاڼې لیکلي، امریکا له طالبانو سره د سولې د تړون لپاره هڅې چټکې کړي، څو په افغانستان کې خپل پر مصرفه پوځي حضور پای ته ورسوي.

نړیوال بانک په یوه راپور کې چې د "سولې تمویل" یې عنوان دی یادونه کړې، که له طالبانو سره جوړجاړی هم وشي جنګ ځپلی افغانستان به د خدماتو او د سولې د دوام لپاره د څو کلونو په مخه اووه میلیارد ډالرو ته اړتیا ولري.

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز په دې مقاله کې د نړیوال بانک د افغانستان څانګې د مشر هینري کیرالي په حواله لیکل شوي چې د ملکي برخې د مرستو یو دمي او زیات کمښت به شته لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي او سختۍ او بیوزلي به زیاته کړي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو اتلس کلن پوځي حضور او دغه هېواد ته د میلیاردونو ډالرو مرستو د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو متکي کړی دی.

شننونکو ویلي چې د افغانستان د اوسنیو عوایدو اوسط په سختۍ دوه نیم میلیاردو ډالرو ته رسیږي، حال دا چې په اصل کې د دغه هېواد د ملکي برخې کلني مصارف یوولس میلیارد ډالره کیږي چې نړیوال متحدین خاصتاً امریکا یې تمویلوي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د افغانستان نفوس په زیاتېدو دی او اقتصاد ورو مخته ځي او ورسره د ګڼو ملکي خدمتونو لپاره بودیجه نشته.

ټایم:

ټایم مجلې په دې عنوان مطلب خپور کړی چې، "ایا ټرمپ به د افغانستان د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو پر سر تړون ومني؟"

په مقاله کې افغانستان ته د ډونالد ټرمپ د تېرې اوونۍ سفر او خبرو ته اشاره شوې ده.

ټرمپ په بګرام پوځي اډه کې د نومبر په اته ویشتمه د افغانستان د جمهور رییس اشرف غني په حضور کې اعلان وکړ چې د امریکا او طالبانو د سولې خبرې بیا پيل شوې دي.

ټایم کابل او دوحې ته د زلمي خلیلزاد د تازه سفر پیل ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا دغه استازی باید له طالبانو سره په دې اړه وغږیږي چې پر امریکايي او افغان پوځیانو بریدونه کم کړي.

ټایم مجله لیکي، دا وار به د خلیلزاد دنده پېچلې وي، ځکه د افغانستان یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو ویلی چې ټرمپ غني ته ډاډ ورکړی چې په راتلونکو بحثونو کې به کابل رول ولري.

طالبانو تر اوسه پورې د افغانستان له حکومت سره مستقیمې خبرې رد کړي دي.

ټایم مجله د امریکا د جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام په حواله لیکلي، تر څو چې طالبان له تاوتریخوالي لاس وانه خلي، نه پوهیږي چې امریکا ولې خبرې ورسره پیلوي.

د مجلې په لیکنه د ګراهام په څېر د امریکا د کانګرس غړیو او پخوانیو جنرالانو د انتقادونو په خاطر د طالبانو په اړه د ټرمپ دریځ سخته شوی دی.

XS
SM
MD
LG