له خپلو پنځو همکارانو سره د نامعلومو وسله والو له لوري د جاپان د سولې طبي موسسې د ريیس ډاکټر تتسو ناکامورا وژل کېدو، په کور دننه او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه را پورته کړي دي.
د افغانستان حکومت پر ډاکټر ناکامورا برید غندلی او دا یې د خیریه مرسته رسوونکو پر وړاندې لوی جنایت بللی دی.
د جاپان صدراعظم شینزو ابي بیا ویلي، د ډاکټر ناکامورا د وژل کېدو خبر، ټکان ورکړی.
په کابل کې د امریکا سفارت او د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د دې مرسته کوونکي قتل غندلی او زیاتوي، ښاغلي ناکامورا د خپل ژوند لویه برخه د ځپل شویو افغانانو لپاره د مرستې لپاره ځانګړې کړې وه.
میستوجي فوکوموتو، د هغه جاپانۍ موسسې یو مسوول چې ښاغلي ناکامورا ورته کار کاوه ویلي، نه پوهېږي چې د دې برید تر شاه د چا لاس دی، ایا ساده غله و او یا هم د ملي ګټو ضد عناصر؟
ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپله ټویټرپاڼه کې د ناکامورا د وژنې په غبرګون کې لیکلي، له دې کبله چې د هغه ساتنه مو و نه شوه کولای، شرمېږم.
د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپله فیسبوک پاڼه دا برید غندلی او لیکي، "هغه هېواد چې غواړي موږ له ولږې سره مخ شو، پاکستان دی او هغه ډله چې د دې هېواد تګلاره عملي کوي، طالبان دي."
د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال لطیف محمود ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي ناکامورا خپل ژوند د افغانستان او د افغانانو د خدمت لپاره وقف کړی و.
"د افغانستان دښمنانو زموږ نږدې ملګری په بې رحمانه ډول ووژاه. ښاغلي ناکامورا خپل ژوند د افغانستان او د افغانانو د خدمت لپاره وقف کړی و. ناکامورا د اوبو د مدیریت او همدا ډول د ځنګلونو د ابادۍ په برخه کې مرسته کوله. د افغانستان دولت او خلک پر هغه برید غندي او د خیریه مرسته رسوونکو پر وړاندې دا لوی جنایت بولي."
ډاکټر ناکامورا د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې، هغه مهال چې دندې ته پر لار و، تر برید لاندې راغی چې لومړی ټپي، خو وروسته یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
د ننګرهار د سیمهییزو چارواکو له قوله، په دې برید کې د ښاغلي ناکامورا پنځه تنه نور ملګري هم وژل شوي او یو بل هغه یې ټپي شوی دی.
د کامې او ښېوې ولسوالۍ سربندونه چې له برکته یې په دې سیمو کې زرګونه للمي ځمکه اباده شوه، د ښاغلي ناکامورا له خوا جوړ شوي دي.
ښاغلي ناکامورا ته موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د هغه د ښو خدمتونو له کبله د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړ.
په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت ویاند یونس سالک وايي، د جاپان د سولې طبي موسسه یا پياماس له ۱۳۷۸ لمریز کال راپدېخوا افغانستان کې فعالیت کوي.
ښاغلی سالک د اوبو د مدیریت او تر خوا یې په کرنیزه برخه کې د ډاکټرناکامورا خدمتونه ډېر مهم بولي.
"ناکامورا له نږدې دوه لسیزو د افغانانو ترڅنګ کار وکړ، هغه په ځانګړي ډول د اوبو په مدیریت، د کرنې په پراختیا او روغتیا برخو کې کار کاوه. دا موسسه د جاپان د خلکو لهخوا حمایه کېږي."
پر ډاکټر ناکامورا برید په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د دې شبکو ډېری کارکوونکو پر هغه برید د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی.
د ننګرهار ولایت ډېری اوسېدونکو د ښاغلي ناکامورا سره د مینې او د نږدې اړیکو له کبله هغه مورا کاکا باله.
له دې وړاندې هم په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د ښاغلي ناکامورا یو له همکارانو په ننګرهار ولایت کې له تښتول کېدو وروسته، ووژل شول.
تر اوسه د هغه د وژنې مسوولیت چا نه دی منلی.
طالبانو هم ویلي، په دې برید کې لاس نه لري.