د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

ډاکتر ناکامورا د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه


ارشیف
ارشیف

ډاکتر ناکامورا چې په یو وسله وال برید کې سخت ټپي شوی و ساه ورکړه.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې نن سهار په مرکز جلال اباد ښار کې د جاپانۍ خیریه موسسې PMS په رئیس ډاکتر ناکامورا نامعلومو وسله والو برید کړی چې له امله يې خپله ناکامورا د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړه او ويې ویل چې د دې جاپانۍ موسسې مشر ډاکتر ناکامورا د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې د ه.

وسله والو کسانو د جلال اباد ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د سهار شاوخوا اته بجې د ډاکتر ناکامورا په موټر ډزې کړې دي.

ډاکتر ناکامورا په پېښه کې ټپي شوی و خو درې ساتونکي، د هغه موټر چلوونکی او یو بل ملګری یې په لومړینو لحظو کې وژل شوي دي.

ډاکتر ناکامورا له کلونو راهیسې د افغانستان په ختیځ خاصتاً ننګرهار کې د کرنې او اوبو لګولو پروژې مخته وړلې چې د ښو خدمتونو په خاطر افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان تابعیت هم ورکړی و.

د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د ناکامورا د کارونو د موثریت او د ده د وژل کېدو په اړه اکرام الله اکرام په افغانستان کې د کرنې یوه متخصص انجنیز میرویس خوگیاڼي سره مرکه کړې ده.

په پیل کې ښاغلی خوګیاڼی د ناکامورا پر فعالیتونو غږېږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG