د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

"په افغاني ټولنه کې د ښځو د سختیو زغمونکې"


په کندز کې د ګڼو ځوانو خبریالانو روزونکې صدیقه شیرزۍ
په کندز کې د ګڼو ځوانو خبریالانو روزونکې صدیقه شیرزۍ

په افغان ټولنه کې ګڼې داسې ښځې شته چې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره زیاتې سختۍ زغمي.

په کندز کې د ګڼو ځوانو خبریالانو روزونکې صدیقه شیرزۍ وايي چې له سختیو سره سره د کار مخته وړلو ته هوډ لري.

صدیقه د "روشني" په نوم د ښځو د یوې ځانګړې راډیو بنسټګره ده.

هغه هم په داسې یوه ښار کې چې دوه وار تر اوسه موقتاً د طالبانو لاس ته لویدلی و او شاوخوا سیمې یې هره ورځ د بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

د روشني راډیو بنسټګرې صدیقه شیرزۍ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له سختیو سره سره خپل کار ته متعهده ده.

هغه زیاتوي: " له ۲۰۰۸ میلادي کاله چې مونږ په کندز کې کار پيل کړی دی ډېر ګواښل شوي یو، زمونږ یو همکار چې دیني عالم و ښځو ته یې د اسلام له نظره پوهای ورکاوه هغه شهید شو، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ګواښونه بیخي زیات شوو، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې زمونږ راډیو مستقیماً هدف وګرځول شوه، ټول تجهیزات مو له منځه ولاړل، خو بیا مو هر څه بېرته له سره جوړ کړل، نو په هر قدم کې ګواښ دی او نا امنۍ زیاتې دي."

شیرزۍ وايي چې نا امنیو د افغان ښځو د پرمختګ مخه نیولې ده.

رویټرز خبري اژانس د بشري حقونو د فعالانو په حواله لیکلي سره له دې چې ښځې ورځ تر بلې پرمختګ کوي خو لا هم د زیات تاوتریخوالي قربانۍ کیږي.

د بشري حقونو افغان فعالې شیلا قیومي ویلی چې ښځې د افغان ټولنې نیمايي نفوس جوړوي خو له زده کړو محرومې دي، په زور ودیږي، کار ته نه پرېښودل کیږي او د دې په خبره په ځینو ولایتونو کې ان د یوه انسان په سترګه نه ورته کتل کیږي.

د اشیا فونډیشن د یوې پروسږنې سروې له مخې چې د ملګرو ملتونو د راپورونو په مرسته یې جوړه کړې اویا فیصده افغان ښځې زده کړې نه لري چې دا په ګڼو برخو له هغې ډلې سیاست، اقتصاد او ټولنیزو چارو کې د دوی د فعاله رول د نشتوالي لوی لامل دی.

له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کاله د طالبانو په شاوخوا شپږ کلنه دوره کې د افغان ښځو پر زده کړو، کار او فعالیتونو سخت بندیزونه لګیدلي و.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي ازادي راډیو ته وویل همدغه محدودیتونه د دې لامل شول چې له ۲۰۰۱ میلادي کاله را وروسته د ښځو په برخه کې هر څه له صفره را شروع شي.

هغه زیاتوي: "د افغانستان ښځې خپلو حقونو ته نه دي رسیدلي، د افغانستان ښځې غواړي چې با کیفیته صحي خدماتو ته لاسرسی ولري، افغان ښځې اقتصادي سرچینو ته لاسرسی نه لري، د سواد کچه یې ډېره ټېټه ده، په سیاسي لحاظ هم سمه ده چې په پارلمان کې د قانون په اساس ښځې او په دولت کې هم کومې ښځې چې دي له هغوی یواځې په سمبولیکه توګه استفاده کیږي، نو په ټوله کې مونږ اوس هم ډېرې زیاتې ستونزې لرو او ډېرې زیاتې نیمګړتیاوې شته."

فوزیه کوفي دا هم وايي چې تر څو د ښځو د حقونو د تامین او په ټولو برخو کې د هغوی د فعاله ونډې لپاره کلک سیاسي ژمنتیا نه وي افغان ښځې پرمختګ نه شي کولای.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي

کوفي چې تازه یې د افغانستان لپاره د بدلون د خوځښت په نوم یو سیاسي بهیر جوړ کړی پروسږکال په دې خاطر د ولسي جرګې په ټاکنو کې کاندېدېدو ته پرېنښودل شوه چې د ناقانونه وسلو او ملېشو په لرلو تورنه شوه.

کوفي دا تورونه رد کړي دي.

د ښځو په وړاندې له ټولو ننګونو سره سره چې یو شمېر یې ان له خپلو اساسي حقونو هم بې برخې شوې دي افغان دولت له پیله تر اوسه ځان د ښځو د حقونو د دفاع او په دې برخه کې د شته لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره متعهده بولي.

د بېلګې په توګه ولسمشر اشرف غني په مشرۍ اوسنۍ افغان ادارې د ۲۰۱۵ کال له جولای د ښځو د پرمختګ لپاره د پروموټ په نوم له امریکا متحده ایالتونو سره ګډه پروژه هم پیل کړه.

دا پروژه چې څه باندې اویا میلیونه ډالره لګښت لري او تر کال جون میاشتې دوام کوي د مشرتابه په برخه کې د افغان ښځو روزل، په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې د هغوی ونډه، د سواد د زده کړې د کچې لوړوالی او ښو خدماتو ته لاسرسی یې عمده اهداف یاد شوي دي.

XS
SM
MD
LG