د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

ټاکنو کمېسیون: د ټاکنو بهیر کې ډلو او بنسټونو ته د لاسوهنې حق نه ورکوو


د ټاکنو کمېسیون وايي دوی به تر هیڅ ډول شرایطو لاندې ډلو، بنسټونو او اشخاصو ته د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې حق ورنه کړي.
د ټاکنو کمېسیون وايي دوی به تر هیڅ ډول شرایطو لاندې ډلو، بنسټونو او اشخاصو ته د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې حق ورنه کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د تېرې ورځې لاریون په غبرګون وایي، کمېسیون به تر هیڅ ډول شرایطو لاندې ډلو، بنسټونو او اشخاصو ته د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې حق ورنه کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له خوا د یو ورځنۍ مهلت په غبرګون، کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یوازې هغه رایې معتبرې دي چې بایومټریکي بنسټ ولري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلامیه چې د شنبې د ورځې په سهار، په کابل کې د جمعې د ورځې د لاریون په غبرګون خپره شوې په کې راغلي، کمېسیون ټول ټاکنیز چارې د قوانینو، لوایحو او طرز العملونو پر بنسټ مخته وړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اعلامیه کې دغه شان د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پلویانونو د لاریون په اړه وایي، کمېسیون د قانون او خپلواکۍ د اصل پر بنسټ تر هیڅ ډول شرایطو لاندې د ټاکنو په بهیر کې اشخاصو، ډلو او بنسټونو ته د لاسوهنې حق نه ورکوي.

د جمعې په ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې زیات شمېر پلویانو کابل ښار کې د یوه لاریون په ترڅ کې د شپږ ماده ییزې پرېکړه لیک په خپرولو سره د ټاکنو له خپلواک کمېسیون وغوښتل چې ۳۰۰ زره هغه رایې چې د دغې ټاکنیزې ډلې په باور تقلبي او جعلي دي، باطلې اعلان کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند د لاریون په ترڅ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یوه ورځ وخت ورکړ چې دا رایې باطلې اعلان کړي.

د ښاغلي فرهمند په خبره، که کمېسیون تر شنبې (نن) ورځې ۳۰۰ زره رایې باطلې اعلان نه کړي، خلک به په ټول افغانستان کې په لاریونونو لاس پورې کړي.

کومې ۳۰۰ زره راًیې چې د ښاغلي عبدالله ټاکنیزه ډله یې د باطلېدو غوښتونکې ده، تر دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د باور وړ اعلان شوي دي.

اوس چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غوښتنه نه ده منلې، د دغې ډلې یو ویاند بشیر احمد ته ینج وایي، دوی به ډېر ژر به په ټول افغانستان کې خپل اعتراضونه پیل کړي.

کابل کې د ثبات او همپالنې د پلویانو د تېرې ورځې د لاریون انځور
کابل کې د ثبات او همپالنې د پلویانو د تېرې ورځې د لاریون انځور

هغه زیاتوي: "د کمېسیون غیر مسولانه دریځ زموږ قناعت تر لاسه نه کړ، که دا ډول دریځ دوام ومومي، موږ هغه پریکړه چې کړې، خپل مدني عدالت غوښتنې به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې جاري وساتوو."

د ۳۰۰ زره رایو د باطلېدو لپاره د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د غوښتنو ترڅنګ، د دغې ډلې پلویانو له څو مودې راپدې خوا د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر هم تحریم کړی او د کمېسیون د ولایتي دفترونو دروازې یې تړلې دي.

د دغې ډلې ویاند فریدون خوځون وايي، که کمېسیون دوی ته قناعت ورنه کړ، په پنجشېر، فاریاب، بغلان، تخار، بدخشان، سرپل او جوزجان ولایتونو کې به د کمېسیون دفترونه دغه شان تړلي پاتې شي.

په ورته وخت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې یو غړي داوود سلطان زوی وایي، که د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د نا معتبرو رایو د باطلېدو غوښتونکې دي، اجازه دې ورکړي چې په پاتې اوو ولایتونو کې هم د رایو بیا شمېرنه پیل شي.

سلطان زوی زیاتوي: "د عبدالله عبدالله ډلې یوه رواني جګړه پیل کړې او غواړي داسې حالت رامنځته کړي چې که دولت جوړونکی ټیم هم بریالی اعلان شي، خلک فکر وکړي دې ډلې( دولت جوړونکي) درغلۍ کړي، په داسې حال کې چې که دوی (ثبات او همپالنه) په رښتیا درغلۍ نه وي کړي، نو ولې یې په اوو ولایتونو کې د کمېسیونونو دروازې تړلي؟ او ولې نه پرېږدي چې د رایو بیا شمېرنه او تفیتش پیل شي؟"

سره له دې چې د ولسمشرۍ له ټاکنو دوه میاشتې تېرې شوي، خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې په ګډون د یو شمېر ټاکنیزو ډلو د اعتراضونو له امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون نه دی توانېدلی چې د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

کمېسیون ازادي راډيو ته ویلي چې، د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره لومړی باید په پاتې ۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شنبې ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو له نوماندانو غوښتي چې، په پاتې ۷ ولایتونو کې هم د راًیو د بیا شمېرنې او تفتیش د پروسې اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG