د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

"افغان حکومت لا هم د چین ناستې جوړېدو ته په تمه دی"


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

افغان حکومت وايي، د چین د حکومت له لوري د افغانستان د سولې د بین لافغاني ناستې په اړه د نېټې کره کېدو ته په تمه دي.

په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په چین کې د سولې د بین الافغاني ناستې د ځنډېدو خبره کوي، افغان حکومت وايي تر دې دمه دوی ته د دغه ناستې د ځنډېدو په اړه رسمي نه دي ويل شوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغه ناسته کې د ګډون کوونکو افغانانو په لېست کار روان دی او لا نه دی وروستی شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

هغه وویل: "د چین ناسته چې د چیني چارواکو له لوري طرحه شوې ده، موږ منتظر یو چې په دې اړه له دوی واورو، په رسمي ډول تر دې دمه مونږ ته د دغه ناستې د لغوه کېدو، ځنډېدو او یا هم د جوړېدو د نوې نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي، افغان حکومت په دې ناسته کې د ګډون کوونکو کسانو په لېست کار کړی خو لا وروستی شوی نه دی."

ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په اړه دا ناسته د تېرې اکټوبر میاشتې پر ۲۹ مه او ۳۰ مه نېټه په بجینګ کې جوړه شي، خو د نامعلومو دلایلو له امله وځنډېده، چې بیا يې تر دې دمه د جوړېدو بله نېټه نه ده اعلان شوې.

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښايي دغه ناسته لغوه شي خو اوس په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د دغه ناستې د ځنډېدو خبره کوي.

د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین دا نه وايي چې تر کله به دغه غونډه ځنډېدلي وي خو وايي، چې افغان حکومت د هوکړې خلاف په دغه ناسته کې د ګډون کوونکو افغان سیاستوالو پر ځای د لوړ پوړو حکومتي چارواکو نومونه په لېست کې شامل کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین

سهیل شاهین ازادي راډيو ته په لیکلي بڼه په یو استول شوي پيغام کې ویلي، چې دا به د سولې خبرې اترې نه وي بلکې د بین الافغاني خبرو کنفرانس به وي چې هر څوک په کې د نظر د وړاندې کولو حق ولري.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وايي طالبان دې په دغه ناسته کې د خپل پلاوي ترکیب ته پام وکړي نه د افغان حکومت.

تازه پخواني ولسمشر حامد کرزي ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه د بیجینګ په ناسته کې برخه نه اخلي.

د افغان سولې لپاره د بیجینګ په دې ناسته کې د ګډون کوونکو کسانو پر هویت بحثونه او د چین د نیت په اړه د افغان حکومت شک د نړیوالو اړیکو د افغان کارپوه انتظار خادم په وینا دوه نور هغه لاملونه دي چې دغه ناسته يې ځنډولې ده.

خادم زیاته کړه: "طالبان فکر کوي چې د سولې په دغه ډول تفاهمي ناستو کې ګډون کوونکي کسان تر ډېره د ملت پر ځای د دولت استازولي کوي، بله مسله چې دغه ناسته يې ځنډولې د ځای په اړه بحث دی، افغان حکومت لا هم د چین په نیت شک لري، دوی د چین او طالبانو ترمنځ وروستي نږدې والي ته په کتو فکر کوي چې شاید چین دغه ناسته داسې ډیزاین کړي چې په بحثونو کې يې د افغان حکومت پر ځای طالبانو ته ډېره ګټه ورسیږي."

ښاغلی خادم وايي، په دې ناسته کې باید داسې کسانو ته د ګډون چانس ورکړل شي چې د دولت پر ځای د ملت استازولي وکړای شي.

خو ولیدل شي چې دغه ناسته به کله او په څه شکل جوړه شي او نتیجه به یې څه وي.

XS
SM
MD
LG